کراچۍ۔ 21 اکتوبر (اے پی پی)د قومي اسمبلۍ حلقه اېن اے 247 او د سندھ اسمبلۍ حلقه پي اېس 111 كښې ضمني ټاكنو له د پولنګ عمل سحر 8 بجې پېل شوې وو كوم چې تر ماښام جاري وو۔ د ټاكلي وخت ختمېدو نه وروستو د پولنګ سټېشن دننه كسان خپل ووټ كارولې شي۔ پ?? حلقه اېن اے 247 كښې د پاکستان تحریک ا??صاف كانديد آفتاب صدیقی، د اېم کیو اېم صادق افتخار، د پیپلز ګوند قیصر نظامانی او د پاک سرزمین ګوند ارشد وهره مېدان كښې دي۔ بلخوا په پی اېس 111 د تحریک ا??صاف شهزاد قرېشی، پی اېس پی یاسرالدین، د ایم کیو ایم پاکستان جهانزیب مغل، د پیپلز ګوند فیاض پیرزادہ او د آزاد كانديد جبران ناصر ترمينځه مقابله ده۔ د الېكشن كمېشن ترمخه په اېن اے 247 كښې د رجسټرډ ووټرانو شمېره 5 لکھ 46 زره 451 او په پی اېس 111 كښې د ووټرانو شمېره 1 لك 78 زره 965 ده۔ د الېكشن كمېشن ترمخه اېن اے 247 له 240 او پي اېس 111 له 80 پولنګ اسټېشنونه جوړ كړې شوي دي
د حلقه اېن اے 247 ضمني ټاكنې ٬ د پولنګ وخت ختم ٬ د پولنګ سټېشن دننه موجود ووټران به خپل ووټ كاسټ كولې شي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج