اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی د جمعې په ورځ د مالدیپ خپل همڅ عبداللہ شاهد سره تيلي فوني تماس نيولې۔ د خبرو اترو پھ مهال د مقبوضه جمو او کشمیر په تشویشناك صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې ده د مالدیپ خپل همڅنګ مقبوضه کشمیر كښې د هند غیر قانونی او يو اړخيزه اقدامات په اړه بريف كړو او هغه ئې په مقبوضه جمو او کشمیر كښې د هند د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزیو او امنيتي صورتحال څخه خبرو كړو۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې يو اړخيزه اقدامات د ملګرو ملتونو سیکورټی کونسل د قراردادونو په ضد دې، مقبوضه جمو او کشمیر كښې د تيرو 17 ورځو راهسې د کرفیو په وجه وګړو ته داروګانو او د خوراك څښاك سامان نه ترلاسه كېږي، په بشري حقونو كار كونكې نړيوال تنظیم مقبوضه وادی كښې د قتل عام اندېښنه څرګنده كړي۔ده ووئيل صورتحال دومره تشویشناك دې چې د بشري حقونو كار كونكي نړيوال تنظیم “جینو سائیډ واچ ” جینو سائیډ الرټ جاری کولو سره مقبوضه وادی كښې د قتل عام اندېښنه څرګنده كړي۔ د مالدیپ خارجه وزير په دې صورتحال د تشویش څرګندونه كولو سره ووئيل نیپال په دې ټول صورتحال ژور نظر لري۔ دواړه خارجه وزيرانو سيمه كښې امن لپاره شريكو رابطو راون ساتلو پريكړه وكړه
خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قریشی د مالدیپ خپل همڅنګ عبداللہ شاهد سره تلي فوني تماس
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش