لاهور 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن و??يل?? دي چې وزيراعظم عمران خان د ګاز د زياتو بلونو د شكاياتو نوټس اخيستې٬ د پېټروليم وفاقي وزير ته په سمدستي توګه د پلټنو هدايت شوے٬ د صحت كارډ وړومبې پړاؤ به نن پېل كولې شي٬ غريب او مستحق كسان به د 7 نه تر 9 لكه وړيا علاج وكړے شي٬ د ساهيوال پېښې ځپلې كورنۍ سره مكمل انصاف كولو لپاره وزيراعظم هدايت كړے٬ِ په ﴿ق﴾ ليګ او پي ټي آئي كښې هېڅ اختلاف نشته٬ د پخواني وزيراعظم د روغتيا د معاملې پرې??ړه ډاكټرانو ته كول دي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري تجسس هم دا دے چې وروستې وخت په زندان يا لندن كښې تېرول دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې مېډيا سره د خبرو په مهال وكړې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د ګاز د زياتو بلونو په اړه د وزيراعظم په سټيزن پورټل هم شكايات وو د كومو چې وزيراعظم په سختې سره نوټس اخيستې او وزيراعظم د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان ته په سمدستي توګه د انكوائرې حكم كړے ځكه چې 70 فيصده ګاز كارونكي داسې خلق دي كوم چې د 300 اېم اېم سي اېف ډي نه ګم ګاز كاروي۔ دوي لپاره اضافه 10 فيصده وه او د دې نه زياته مالداره خلقو لپاره شوې وه۔ وفاقي وزير ووئيل چې نن د ګل په ورځ د صحت كارډ وړومبې پړاؤ پېل كولې شي۔دې سره به غريب او مستحق كسان د 7 نه تر 9 لكه وړيا علاج وكړے شي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم په مشرې كښې پھ لاهور كښې په شوې غونډه كښې په پنجاب كښې د حكمرانې په ښه كولو تفصيلي غور شوے۔ په راتلونكو ورځو كښې به په صوبه كښې په حكمرانې كښې ښه والې راوستلې شي۔ په غونډه كښې په اصلاحاتو تفصيلي خبرې شوې دي۔ په دې لړ كښې بله غونډه به په وزيراعظم هاؤس كښې كېږي۔ ده ووئيل چې د مېډيا سټرېټجك كمېټې په غونډه كښې پرې??ړه شوې چې د سوشل مېډيا سټ اپ په ښه كولې شي۔ دا پرې??ړه هم شوې چې داسې صحافي كاركنان كوم چې مالي بحران سره مخ دي٬ د وزيراعظم لخوا هدايت شوے چې مېډيا مالكانو سره دې ملاقات وكړے شي او پرې??ړه دې وكړې شي چې حكومت د دې بحران په خاتمه كښې څه مرسته كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د پخواني وزيراعظم د روغتيا د معاملې پرې??ړه ډاكټرانو ته كول دي٬ د نواز شريف او آصف علي زرداري تجسس هم دا دے چې وروستې وخت په زندان يا لندن كښې تېرول دي۔ ده ووئيل چې كوم خلق چې 30 ٬ 30 كاله په اقتدار كښې پاتې شوي دي او دا وائې چې بهر دې ولېږل شي نو دا ډېره نامناسبه خبره ده۔
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په لاهور كښې مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados