اسلام آباد 30 مارچ (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د نيول هېډكوارټر دوره كړې چرته چې د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خان نيازي د خاص مېلمه هركلے وكړو۔د پاك بحريه وياند له مخې د پاك فضائيه مشر ته د پاك بحريه چټك ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔خاص مېلمه په نيول هېډكوارټرز كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔د هغه د پرنسپل سټاف افسرانو سره تعارف وكړے شو۔د دې څخه وروستو د پاك فضائيه مشر اميرالبحر سره ملاقات وكړو او په پېشه وره چارو يې د خيالاتو څرګندونه وكړه۔نيول چيف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو ته په نوې ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه او د هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔امر البحر د دې عزم پخلے وكړو چې د پاك بحريه وسله والو ځواكونو شريكو څانګو كښې مرستې او همغږۍ لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔ايئر چيف په منطقه كښې د سمندري تحفظ لپاره د پاك بحريه پېشه وره صلاحيتونه او كاركردګي وستائېله۔د پاك فضائيه مشر په پېشه وره چارو كښې د پاك بحريه بشپړه مرسته وستائېله او د نيكو هيلو په څرګندونه د نيول چيف مننه وكړ
د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو د نيول هېډكوارټر دوره وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے