اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېكرټري سهېل محمود وئيلي دي چې پاكستان امريكې سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او د شريكو ګټو په بنياد دوه اړخيزه اړيكو ته پراختيا وركول غواړي. ده دا خبرې د امريكائي سېنېټ څلور كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د خالي په ورځ ده سره ملاقات وكړو. په امريكائي پلاوي كښې سېنېټرز اېنګس كنګ، رچرډبر، جان كانيان او بېنجمن سېسي شامل وو. په دې موقع خارجه سېكرټري د جيو اكنامكس په اړه د پاكستان په نظر رڼا واچوله او وې وئيل چې پاكستان د امريكې لخوا په دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارې كښې د اضافې هركلې كوي. سېنېټرانو د كال 2021م د اګست د 15مې نېټې نه پس د امريكائي وګړو او نورو كسانو انخلا لپاره د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او د سوله ايز او مستحكم افغانستان مقاصدو ملاتړ لپاره ئې د نزدې مرستې په اهميت زور راوړو.
پاكستان د امريكې لخوا په دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارې كښې د اضافې هركلې كوي. خارجه سېكرټري سهېل محمود
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر