اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) او??س مشر ممنون حسېن سره د تركيې د مذهبي چارو پلاوي د پروفېسر ډاكټر محمت ګورمز په مشرې كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف او په پاكستان كښې د تركيې سفير بابر ګورګن هم موجود وو۔ په دې موقع او??س مشر ممنون حسېن ووئيل چې د پاكستان ا?? تركيې اړيكې د دوستې نه وړاندې تللو سره د ورورولې دي٬ دا ا??يكې به د اسلامي امت او د انسانيت د بهترې سبب وګرځي۔ او??س مشر ووئيل چې د پلاؤو تبادلې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې مونږ د امام حاطب سكول سسټم د قيام د تجويز هركلې كوو۔ په تركيه كښې د اسلامي پوهنتون په طرز پوهنتون جوړېدو سره به د دواړو پوهن??ون??ن?? ترمېنځه مرسته زياته شي۔ او??س مشر ووئيل چې د دواړو هېوادون?? ترمېنځه د تعليمي او عملي اړيكو د پراختيا ضرورت دے او د دواړو خوا د زده كوونكو د پلاؤو تبادلې په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې مذهبي مدرسې جديد علومو سره هم آهنګ كولو لپاره په مركزي چوكاټ كښې راوستلې شي۔ د تركيې د پلاوي مشر ووئيل چې الله تعالٰي زمونږ دوستي د ارواح په عالم كښې جوړه كړې وه۔ ده ووئيل چې د پاكستان قومي شاعر اقبال او د تركيې قومي شاعر محمد عاكف په پېغام كښې هېڅ فرق نشته٬ دواړو د مولانا رومي څخه فكري فېض ترلاسره كړے۔ ده د دواړو هېوادونو د اړيكو په وده كښې د او??س مشر په دلچسپې مننه وكړه۔
اولس مشر ممنون حسېن سره د تركيې د مذهبي چارو پلاوي د پروفېسر ډاكټر محمت ګورمز په مشرې كښې ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ