اسلام آباد ۔ 20 جون (اے پی پی)د اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب فېصل آباد كښې په ميډيا وركرز او وېنز د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي جمهوري حك??مت په آزادۍ سره د رائې په څرګندونو ب??وري لري۔ په ميډيا هېڅ ډول بندېز د قبلولو نه دے۔ خبريالانو لپاره د سازګار چاپېرچل باوري كولو ته حك??مت اول پام لرنه كوي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښی دې ووئيل د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف فېصل آباد كښې په ميډيا وركرانو او وېنز د بريد سمدستي نوټس اخستو سره ډي سي او ته امر كړې چې د دغې پېښې زر ترزه راپور وړاندې كړي۔ دې ووئيل د پېښې په اړه پلټنې روانې دي۔ دوهمې وزيرې ووئيل قانون لاس كښې اخستونكو ته به د قانون ترمخه سزا وركولې شي۔ په ميډيا دا ډول بريدونه د زغملو نه دي۔ د اطلاعات دوهمې ويرې ووئېل د ميډيا كار اولس ته ريښتيا رسول دي۔ دې ووئيل دا پېښه زه په خپله مانيټر كوم۔ د ېښې په اړه د پلټنيو پېشرفت په ح??له به ميډيا خبر ساتلې شي
د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب فېصل آباد كښې په ميډيا وركرز او وېنز بريد په سختو ټكو وغندلو
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون