اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي)د سېنېټ ډ??ټي چيئرمېن سيدال خان وئويل د شنګھائي مرستي تنظيم په اسلام آباد كښې كيدونكي غونډه يوه لويه كاميابي ده، دا کاميابي د وزيراعظم محمد شهباز شريف او ډپټي وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار د هڅو نتيجه ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پارليمنټ هاؤ?? كښې د سېنېټ د هاؤسنګ اينډ وركس قائمه کمېټۍ چيئرمېن سينيټر ناصر بټ ، د نېشنل هيلتھ سروسز اينډ ريګوليشن قائمه کمېټۍ چيئرمېن سينيټر عامر ولي الدين چشتي، د خوراك صوبائي وزير نور محمد دومړ، احسان اللہ کاکړ او د پيندۍ كراچۍ نورو کاروباري كسانو سره پارليمنټ هاؤ?? كښې د ملاقات په مهال وكړه۔د سېنېټ ډ??ټي چيئرمېن سيدال خان ووئيل د شنګھائي مرستي تنظيم کانفرنس كول يوه لويه کاميابي ده، دا د حکومت د کارکردګۍ او ښه سفارت کارۍ نتيجه ده چې نړۍ په پاكستان د باور څرګندونه كوي،دې کنفرنس سره به نه يواځي هېواد كښې تجارت او کاروبار ته وده بلكه نړيواله سرمايه كاري به هم زياته شي او دې سره به هېواد كښې سوكالي راشي۔ شنګھائي مرستي تنظيم کنفرن?? كښ?? به د سيمي معاشي ،اقتصادي او سکيورټي صورتحال په اړه جاج اخستلے شي او په دې كښې ګډون كونكي هېوادونو به نه يواځي په پاکستان باور زيات شي بلكه د تجارت او په نورو څانګو كښ?? به مرستي ته وده ترلاسه شي
د شنګھائي مرستي تنظيم په اسلام آباد كښې كيدونكي غونډه لويه كاميالي ده۔سيدال خان
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر