اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اوسنې حكومت د صحافت د خپلواكۍ قدر كوي ٬ غواړي چې ورځپاڼې اولس ته حقيقي خبرونه ورسوي٬ هېواد كښې د ميډيا ??عيار ښه كولو له د پرېس كونسل كردار ډېر مهم دے٬ د كونسل ذمه واري ده چې ھغه د قامي مقاصدو بشپړولو لپاره رائے ع??مه جوړولو له خپل كردار تر سره كړي۔ اولس مشر دا خبرې د ډاكټر صلاح الدین مېنګل په مشرۍ كښې د پرېس كونسل آف پاكستان پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل بائد ميډيا د ټولنې بېدارۍ او د بدعنوانۍ په ضد رائے ع??مه هوارولو له هڅې وكړي۔ ده زياته كړه چې بډی او بدعنواني يوازې مالي نه وي بلكې اخلاقي هم وي٬ كه خلق خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول نه ترسره كوي نو دا هم بدعنواني ده او د هرې ادارې مشر د خپلې ادارې د كاركردګۍ ذمه وار دے ۔ اولس مشر ووئيل اوسنې حكومت د صحافت د خپلواكۍ قدر كوي ٬ غواړي چې ورځپاڼې اولس ته حقيقي خبرونه ورسوي٬ تنقید د ميډيا حق دے خو دا بې پرې پكار دے۔ اولس مشر هيله ولرله چې پرېس كونسل آف پاكستان به د ميډيا ??عيار ښه كړي او حكومت به هم په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔ اولس مشر د اطلاعات وزارت ته امر وكړو چې پرېس كونسل له دفتر وركړي۔ د پلاوي په نورو غړو كښې رفیق احمد ډاهر، سید اقبال جعفري، ناصر زېدي، عائشه اکرام، سید هارون شاہ، شاهجهان سید او محمد ابراهیم خان شامل وو۔
اوسنې حكومت د صحافت د خپلواكۍ قدر كوي ٬ غواړي چې ورځپاڼې اولس ته رښتيا خبرونه ورسوي
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی