اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) د سينئر حريت لارښود ياسين ملك كورودانې مشعال ملك وئيلي دي چې د كشمير اوسېدونكي د نړۍ څخه د امن خېر غواړي، ملګري ملتونه كشميريانو ته د خپلواكۍ حق په وركولو كښې پاتې راغلي دي. هغې دا خبرې د امن نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړې. مشعال حسېن ملك ووئيل چې نهه لكه پوځ په ځائ كولو سره هند د كشمير پشمول ټوله اسيا په داٶ لګولې. ملګري ملتونه د امن خبره كوي خو ملګرو ملتونو د كشمير مسئلې حل خو لرې، د كشميريانو نسل كشي ئې هم بند نه كړې شوه. هغې ووئيل چې ملګري ملتونه كشميريانو ته د خپلواكۍ حق په وركولو كښې پاتې راغلي دي. هغې ووئيل چې د كشمير اوسېدونكي د نړۍ نه د امن سوال كوي، د هند خونخوار ځواكونه هره ورځ د كشميريانو قتل عام كوي. هغې ووئيل چې په كشمير كښې مذهبي آزادي هم نشته. د هند پوځ تقدس پامال كوي. د هندي پوځ څخه مېرمنې او ماشومان هم محفوظ نه دي. مشعال ملك ووئيل چې كه په اسيا كښې امن راوستل وي نو د كشمير مسئله به حل كول وي.
ملګري ملتونه كشميريانو ته د خپلواكۍ حق په وركولو كښې پاتې راغلي دي. د مشعال ملك د امن نړيوالې ورځې په موقع پېغام
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ