پینډۍ 17 اپرېل (اے پي پي)د ??ئي اېس پي آر ډائركټر جنرل ميجر جنرل آصف غفو?? وئېلي دي د تحريك الاحرار او ټي ټي پي وياند احسان الله احسان ځان امنيتي ځواكونو ته سپارلې دے ٬ ردالفساد عمليات هېواد څخه د فساد ختمولو يو لوظ دے ٬ډي جي خان كښې د مقابلې په مهال 10 ترهه ګر وژلې شوي٬چمن كښې په استخبارتي اګاهې عمليات شوې٬٬ چمن كښې د يو ګاډي نه 120 كلو چاودېدونكي توتر لاسه شوي ٬كراچۍ كښې عمليات بېل ډول دي٬كراچۍ كښې هر كال جرمونه كمېږي۔د عملياتو بشپړېدو څخه وروستو د فاټا او نورو سيمو په ډوېلپمنټ هم پوځ كار كړې۔په دې عملياتو كښې د پاك پوځ سره سره نورې ادارې هم شاملې دي۔د حكومت عملداري پھ هېواد كښې بحاېږي٬د نېشنل ايكشن پلان په نفاذ كښې د ادارو ترمينځه مرسته ورځ په ورځ ښه كېږي۔ده د ګل په ورځ پھ ردالفساد عملياتو كښې د ترلاسه شوو كاميابيو په اړه پرېس بريفنګ وركولو۔ميجر جنرل آصف غفور ووئيل د فرورۍ په 22 نېټھ ردالفساد عمليات پیل شوې او د دې تر سيوري لاندې 15 لويې عمليات وكړی شول ٬ ده ووئېل په دې مهال 1859 غېر رجسټرډ افغانان نيولې شوي٬ټول هېواد څخه 4 زره 83 وسلې تر څلاسه شوي٬فاټا كښې ات?? لويې عمليات شوي ۔ په دې مهال لاهور څخه د نيولې شوي نورين لغاري وېډيو پیغام هم مېډيا ته وښودلې شو۔ كومه كښې چې هغې ووئيل زه په خپله خوښه لاهور ته تللې ووم چا تښتولې نه ووم۔د دا په ايسټر كښې د ځانمرګې په توګه كارېدونكې وه ۔ ده ووئېل علي طارق د اول نه د ترهه ګرۍ كاروائيو منصوبه لرله۔د ځانمرګي بريد څخه وړاندې د آپرېل په 14 نېټه امنيتي ځواكونو پھ كور چهاپه وهلې وه٬۔ميجر جنرل آصف غفور ووئيل نورين لغاري په فيس بك سوريې ته د رسېدو پېغام پوسټ كړی ؤ ولې حقيقت كښې هغه سوريه ته نه ده تللې۔ جنرال اصف غفور ووئېل په فيس بك د نورين پیغام نه پس د هغې كورنۍ د پوځ سرلښكر څخه د مرستې خواست كړی۔د پاك پوځ سرلښكر اېم ??ئي ته د ماشومې د آزادولو امر كړے وه ۔ده ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح دا ده چې نورين لغاري خپل كور ته لاړه شي۔ده ووئيل د هند لخوا تر دې دمه د 200 نه زياته د ډزبندۍ خلاف ورزي شوې٬په سر شمېره كښې پاك پوځ پخپله ډېټا جمع كوي
د تحريك الاحرار او ټي ټي پي وياند احسان الله احسان ځان امنيتي ځواكونو ته وسپارلو
مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک