اسلام آباد۔6مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله ??ان وئيلي دي وفاقي پوليس د عدالت جاري شوے د ګرفتارۍ وارنټ عملي كولو له زمان پارك ته تللې وو خو تورن دغه ځايې څخه د ګاونډيانو كره پټ شوے ؤ ٬ حكومت د عمران ??ان د ګرفتارۍ هېڅ شوق نه لري خو كه په ټاكلي وخت عمران ??ان عدالت ته وړاندې نه شو نو بيا عدالت ته د هغه د وړاندې كولو انتظام شوے دے٬ په هېواد كښې د ډالرو د كمي او د روانې معاشي ستونزې سبب د عمراني ډالې غلطې معاشي پالېسۍ دي٬ په کے پی کے كښې د ټاكنو په اړه د حالاتو نه سازګاره كېدو په اړه د مولانا فضل الرحمن د رائے احترام كوؤ٬ ا??ل به د پي ډي اېم او بيا به په حكومتي كچه دې رائے ته په كتلو د حكومت لخوا حتمي پرېكړه كولې شي۔ ده د ګل په ورځ پ?? پي ټي وي هېډ كوارټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ووئيل بلوچستان پولیس او سول آرمډ فورسز چې د ترهګرۍ په ضد كوم كردار ترسره كوي ټول اولس هغوي سره ولاړ دے ، د قام عزم لا قوي كولو سره به د ترهګرۍ دا روانه چپه ختمه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل مولانا فضل الرحمان چې د ټاكنو په اړه كومه خبره كړې په دې رائے د پي ډي اېم غونډه كېدونكې ده ٬ ك?? پي ډي اېم دا رائے توثيق كوي نو وفاقي حكومت او وفاقي كابينه هم په دې اړه خپل دريځ وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل د كے پي كے او بلوچستان حالات ته د پام لرنې سره د فضل الرحمن رائے وزن لري۔ده ووئېل په دې حالاتو كښې دغلته د ټاكنو كمپائن چلول ممكن نه دے ٬ د ټاكنو كولو يا نه كولو پرېكړه به د ټاكنو كمېشن كوي۔ ده ووئيل كومه ډله چې تېره ورځ په لاهور كښې د عمران ??ان ګرفتارۍ له تللې وه هغې پېسې خندا وكړې شوه٬ اطلاع دا ترلاسه شوې چې عمران ??ان ګاونډيانو كره پټ شو او د ډلې ستنېدو څخه وروستو بيا راښكاره شو۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د عمران ??ان د نيولو هېڅ شوق نه لري خو هغه له به عدالت ته وړاندې كېدل وي ٬ ګني وړاندې به كړے شي۔ بيا دا د عدلت خوښه ده چې د عمران ??ان په اړه څه پرېكړه كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل عمران ??ان د وژلے كېدو تور لګوي٬ عمران ??ان ته مو څو څو وارې وئيلې دي چې له داسې بې بنسټه تورونو څخه ډډه وكړي۔ دا كار عمران ??ان لپاره خپله د خطرې سبب ګرځېدے شي۔ ده ووئيل عمران ??ان سره سياسي اختلاف لرم خو هغه دا په سياسي دښمنۍ كښې بدل كړے دے۔ ده ووئيل تر نن ورځې عمران ??ان په القادر ټرسټ زمكه ٬ فرخ ګوګي سره په اړوندو چارو او د توشه خانې په غلا خبره نه ده كړې۔ ده ووئيل فرح ګوګي په غېر قانوني توګه پاكستان څخه بهر تلې ٬ هغه به د چا لور وي ٬ د چا به خور وي خو كوم كرپشن چې يۍ كړے هغه يۍ عمران ??ان لپاره كړے ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د معلوماتو تصديق ضروري وي ٬ د ډالر د كمي او سخت معاشي صورتحال سبب د عمراني ډلې غلطې پرېكړې او آئي اېم اېف سره لوظنامه ده۔ ده ووئيل د افغانستان د لارې د ډالرو په معامله كښې د شاملو ټولو كردارونو نامې به په خپل وخت رامخې ته كړؤ۔ داخله وزير ووئيل پېمرا يوه خپلواكه اداره ده كه هغې په خلاف ورزۍ كولو كارروائي كړې ده نو دا بايد سپېځلې وي
پوليس د عدالتي نوټس عملي كولو لپاره زمان پارك ته تللې وو٬ عمران خان له به د مارچ په 7 مه نېټه عدالت ته ضرور وړاندې كېدل وي٬ د روانې معاشي ستونزې سبب د عمراني ډالې ناوړه معاشي پالېسۍ دي٬ د داخله وزير رانا ثناﺀ الله خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں