اسلام آباد11 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي ډیفنس اسټډیز يوه مهمه او حساسه څانګه ده ٬د كومې تعليم لپاره جې خاص پوهې ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې نېشنل ډیفنس پوهنتون مهم خذمات ترسره كوي۔ دا خبره ده د نېشنل ډیفنس پوهنتون د سېنېټ غونډې ته خطاب كښې وكړه كومه چې د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې چیئرمین جوائنټ چیفس آف اسټاف کمېټی جنرال زبېر محمود حیات، چیف آف نېول اسټاف اېډمرل ذکاء اﷲ، د لوړو زده كړو كمېسيون چيئرمېن ډاکټر مختار احمد او نور?? غړو ګډون وكړو۔ اولس مشر په تعليمي مېدان كښې د نېشنل ډیفنس پوهنتون د كردار ??تا??نه كولو سره امر وكړو چې د ادارې فېكلټي بايد لا مستحكمه كړې شي۔ اولس مشر د اېن ډي يو سېنېټ د موده ترسره كوؤنك?? غړو خذمات و??تا??ل او د کامسېټس انسټیټیوټ آف انفارمیشن ټیکنالوجی اېګزیکټو ډائرېکټر ډاکټر جنېد زېدی او د جناح وومن پوهنتون وائس چانسلرې ډاکټر ثمینه امین قادري په شمول 6 نو?? غړو ته ئې هركلې ووې۔ غونډه كښې په بېلا بېلو تعليمي او انتظامي چارو بشپړ بحث وشو او وروستو مهمې پرېكړې وشوې۔ غونډه كښې د پوهنتون بجټ هم وړاندې كړې شو۔ سېنېټ پوهنتون ته سپارښتنه وكړه چې د بجټ موجوده وضعه ښه كړي او پوهنتون بايد خپ??ې وسيلې وكاروي او په خپ??و پښو ودرېږي۔ د لوړو زده كړو كمېسن چيئرمېن په دې مهال باور وركړو چې زمونږ اداره به د پوهنتون مرسته روانه ساتي۔
ډیفنس اسټډیز يوه مهمه او حساسه څانګه ده ٬د كومې تعليم لپاره چې خاص مهارت ته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث