اسلام آباد۔18ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په افغانستان کښې سوله نه یوازې د طالبانو بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده ، وزیر عمران خان او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف به د طالبانو او تاجکانو په نزدې کولو کښې خپل كردار ترسره كړي۔ نوې افغان حكومت كښې به د تاجكانو د شاملولو هڅه كولې شي۔ د خالي په ورځ د افغانستان په اړه خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د تاجکستان ولسمشر او وزيراعظم عمران خان ترمينځه شوي ملاقات كښې د دواړو ډلو رانزدې كولو كښې ژوره خوښي ښكاره كړې شوه۔ طالبانو سره د مذاكراتو اعلان يو تاريخي ګام دے۔ هغه ووئيل طالبانو لپاره د هغه ډلو په حكومت كښې شاملول كوم آسان كار نه دے كوم چې د څو لسيزو راهيسې دوئي سره په جنګ دي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د افغانستان ستونزو تلپاتې حل موندلو لپاره د دواړو ډلو رانزدې كولو ته اړتيا ده۔ هغه ووئيل منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره سماجي او اقتصادي بحالي يو مهم عنصر دے۔ د تاجكستان ولسمشر او وزيراعظم عمران خان منطقه او په خاص توګه افغانستان كښې امن ٬ استحكام او سلامتيا لپاره په ګډه د كار كولو عزم كړے دے۔
په افغانستان کښې سوله نه یوازې د طالبانو بلکې د ټولې سیمې په ګټه ده ، وزیر عمران خان او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف به د طالبانو او تاجکانو په نزدې کولو کښې خپل كردار ترسره كړي۔د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil