اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير بيرسټر ډاکټر ??روغ نسيم وئيلي دي ??اکستان كښې د ميرمنو لپاره خاص قانون سازي شوې كومه چې د ټولو طبقو سره تعلق لرونكو ميرمنو لپاره ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اروپائي ائتلاف د بشري حقونو لپاره خاص استازي ايمون ګلمور سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ??رځ وفاقي وزير سره د هغه په دفتر ليدلې وؤ۔ ملاقات كښې په ??اکستان كښې د اروپائي ائتلاف سفيره اينډرولا کامينارا هم موجود وه۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو او اروپائي ائتلاف سره په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وفاقي وزير فروغ نسيم ايمون ګلمور د پاکستان دورې په اړه وپوښتله۔د اروپائي ائتلاف خاص استازي ايمون ګلمور د قانون وزير کارکردګي او د قوانين ستائنه وكړه۔ ايمون ګلمور ووئيل پاکستان يو محفوظ هېواد دے ۔ دغسې وفاقي وزير د اروپائي ائتلاف پلاوې د جينډر رائټس، اينټي ريپ لاء او د ميرمنو د جائيداد د حقونو په اړه د قانون سازۍ څخه خبر كړو۔ايمون ګلمور په ??اکستان كښې په تاريخي قانون سازۍ وفاقي وزير له مبارکي وركړه او د هغه كار ئې وستائلو۔په ??لاقات كښې د پاکستان د اېف اے ټي اېف په ??وزيشنګ هم بحث وشو
وفاقي وزير بيرسټر فروغ نسيم سره د اروپائي ائتلاف د بشري حقونو خاص استازي وليدل
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔