کراچۍ 02 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان او ترکیې ترمينځه د دفاع پشمول بيلو څانګو كښې ??ړيكو ته د لا پراختيا وركولو په اهميت زور راوړلو او تركيې ته په سی پیك كښې ?? شمولیت بلنه وركولو سره وئيلي چې سی پیك يو ګېم چېنجر منصوبه ده په كومه چې تندۍ سره كار روان دې، د وخت تقاضا ده چې پاک – ترک سټریټیجك همكاري پراخا كړې شي ، ملجم کلاس کارویټ منصوبه د دواړه هېوادونو ترمينځه د نزدې اړيكو ښه مثال دې، حکومت د پاك بحریه دفاعی ضروریات پوره كولو له ټول اقدامات کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پی اېن اېس طارق ملجم کلاس کاروېټ جنګی جهاز په پاك بحریه كښې ?? شاملولو دستوري ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د ترکيې نائب صدر جودت یلماز خاص مېلمه وو۔دستوره كښې ??ارجه وزير بلاول بھټو زرداری ، وفاقی وزیر احسن اقبال، وفاقی وزیر سید نوید قمر ،د سندھ وزیراعلیٰ مراد علی ، د سندھ ګورنر کامران ټیسوری او د پاك بحریه مشر اېډ??رل امجد نیازی پشمول اعلیٰ سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان او ترکیه خپلو كښې ??اريخي او قوي اړيكي لري۔ د بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري۔ د پاكستان جوړيدو په وخت د پاکستان اولس د تحریك خلافت بشپړه حمایت وکړو۔ د پی اېن اېس طارق په لانچنګ ټولو له مباركي وركوم۔دا څلورمه بحري بيړۍ ده كومه چې پاکستان او ترکیي په شريكه جوړه كړې۔ ده ووئيل په كال 2010 كښې چې په پاکستان كښې كله سېلاب راغلو نو د ترکیي صدر رجب طیب اردوان د پاکستان دورہ وكړه۔ دلته رجب طیب اردوان روغتون او د هغه د كورودانې په نوم سكول جوړ شوے۔زلزلي او نور قدرتی آفتونو كښې ??رکیې د پاکستانی وروڼو بشپړه مرسته كړې۔ د دواړو هېوادونو غم او خوشحالي يوه ده۔ ملجم کلاس کارویټ منصوبه د دواړو هېوادونو د نزدې اړيكو ښك??ره مثال دې۔ دا منصوبه به دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې ??ړي?? ده ووئيل د دواړو هېوادونو د سوكالۍ او پرمختګ مزل به هم دغسې روان وي۔ صدر طیب اردوان د تركيي اولس بشپړه خذمت کړې او د خپل اولس ښېګړې لپاره ئې ځانګړې كار كړې د كوم عکاسی چې د اوسني صدارتی ټاكنو نتيجې كوي۔ وزیراعظم ووئيل کراچۍ پورټ او ګوادر پورټ خپلو كښې ??ړلو لپاره ګامونه پورته كوو۔سی پیك په دې لړ كښې لوے اهمیت لري كوم چې په دويم پړاؤ كښې ??اخل شوې۔ د كوم ترمخه به چې ګرین کوریډور، بزنس کوریډور ، اکنامك زون کوریډور او انفارمیشن ټیکنالوجی کوریډور زون جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ صدر طیب اردوان سره هم په دې خبره كړې او هغه له د خپلي بلنې تجدید کوو چې تركيه هم په دې شريك پرمختګ او سوكالۍ منصوبه كښې ??امل شي۔ ګوادر به مونږ يو مهم تجارتی مرکز جوړوو۔ ده ووئيل زمونږ زمكيز ، بحری او فضائی پولي محفوظ جوړولو كښې ?? كارمندانو او پوهانو هڅي به عمر له يادې ساتلې شي او هغه به په ښه ټكو كښې ليكلې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاك بحریه صلاحیت به لا زياتولې شي۔ وزیراعظم ووئيل حکومت به د پاك بحریه دفاعی ضروریات پوره كولو له ټول اقدامات کوي۔ وزیراعظم ملجم کلاس کارویټ جوړولو كښې ??رخه اخستونكو كارمندانو او پوهانو لپاره د 20 كروړه روپو اعلان كولو سره ووئيل مونږ د يو كال په مهال د سختو مالي چیلنجونو سره مخ پاتې شؤ او د دې تر ټولو لوے بوج په اولس پريوتې۔ دستوري ته د پاك بحریه مشر ایډ??رل امجد نیازی خطاب كښې ?? پی این ایس طارق په لانچنګ انجینئر او پوهانو له مباركي وركړه۔دستورې ته وينا كښې ?? پاك ترکیه نائب صدر جودت یلماز ووئيل پاکستان او ترکیې په هر سخت وخت كښې ?? يو بل ملګرتيا كړې او د تركيي اولس پاکستان له لوئ اهميت وركوي۔ ترکیه كښې ?? زلزلي له امله شوې تباهۍ نه پس د پاکستان اولس او حكومت د ترکیي اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كړې۔ده ووئيل زمونږ اړيكي وخت سره س??ه قوي كېږي او دفاعی څانګه د دې وژن مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل ترکیه او پاكستان د پولې پوري غاړه ترهه ګرۍ پشمول بيلو چیلنجونو سره مخ دي۔ موجودہ حالاتو كښې ?? پاکستان او ترکیي اړيكې لا مهمې شوي دي۔ جودت یلماز باجوړ كښې ?? ترهه ګرۍ پېښې ??ندنه كولو سره ووئيل تركيه د هر دول ترهه ګرۍ مخالفت كوي ځګه چې دا نړيوال امن خطر سره مخ كوي ۔ ده ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ غندنه كوو۔ دستوري ته وينا كښې ?? تركيي نائب وزیر دفاع ډاکټر جمال سمی ووئيل د 4 جنګی بحری بيړو جوړولو شريكه منصوبه دفاعی څانګو كښې ?? همكارۍ ښك??ره مثال دې بايد پاکستان او ترکیه نورې پروژې پېل ??ړي?? ده زياته كړه چې دواړه هېوادونه بايد د ګډې تجارت حجم زيات ??ړي?? ده ووئيل پاکستان سره په ګډه جناح کلاس فرېګېټ جوړولو كښې ??ه برخه اخستلې شي۔ دستوري ته د کراچۍ شپ یارډ مینجنګ ډائرېکټر ریئرایډ??رل سلمان الیاس هم خطاب وكړو۔د دستوري په آخر د پاك بحريه مشر ایډ??رل محمد امجد خان نیازی وزیراعظم شهباز شریف او د تركيي نائب صدر جودت یلماز ته د جنګی بحری بيړۍ پی اېن اېس طارق ماډل وړاندې كړو۔
د وزیراعظم شهباز شریف ترکیي ته په سی پیك كښې د شمولیت بلنه، ملجم کلاس کاروېټ منصوبه د پاک – ترک نزدې اړيكو په زړه پورې مثال دې،دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج