اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين په سركاري ادارو كښې د تنخا او پنشن ادائيګې لپاره د لنډې، مېنځنې او اوږدې مودې د اصلاحي پلان مرتب كولو هدايت كړے او وئيلي ئې دي مراعات او معاوضه د كاركردګۍ سره د تړلے كېدو په نتيجه كښې به د بهرتې په عمل كښې د مېرټ خيال ساتل زيات شي او په سركاري څانګو كښې به په خدماتو كښې بهتري راشي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پے اېنډ پنشن كميشن چيئرپرسن نرګس سيټهي سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود او د خزانې سېكرټري هم موجود وو. د پے اېنډ پنشن كميشن چيئرپرسن د خزانې وزير د كميشن د مېنډېټ له مخې د كميشن د طريقه كار په اړه بريف كړو. د خزانې وزير د كميشن د هڅو ستائنه وكړه. ده په سركاري ادارو كښې د تنخا او پنشن ادائيګې لپاره د لنډې، مېنځنې او اوږدې مودې د اصلاحي پلان مرتب كولو سپارښتنې سره ووئيل مراعات او د معاوضې د كاركردګۍ سره د تړلو په نتيجه كښې به د بهرتې په عمل كښې په مېرټ خيال ساتل زيات شي او په سركاري څانګو كښې به په خدماتو كښې بهتري راشي. د خزانې وزير ووئيل اوسنے افرادي قوت معقول كول، د كاركردګۍ په بنياد د معاوضې وركول او د اي ګورننس نظام پلو د منتقلې ضرورت دے. ده پے اېنډ پنشن كميشن ته د هر ډول ممكنه اسانيو وركولو باور هم وركړو.
د خزانې وزير په سركاري ادارو كښې د تنخا او پنشن ادائيګې لپاره د لنډې، مېنځنې او اوږدې مودې د اصلاحي پلان مرتب كولو سپارښتنه وكړه
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی