كوهاله30 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي راځۍ چې په ګډه كشمير د پرمختګ په لار روان كړو٬وزيراعظم محمد نواز شريف د آزاد كشمير پرمختګ٬تعليم٬روغتيا او سړكونو لپاره د آزاد كشمير حكومت له 300 ارب روپۍ وركړي خو د هغې لس فيصده برخه هم په دې پروژو نه ده لګولې شوې ٬د آزاد كشمير اولس دې خپل وزيراعظم څخه پوښتنه وكړي چې د غريبانو لپاره كومې پېسې وفاق وركړي هغه څه شوې٬ټاكنو كښې د مسلم ليګ(ن)كاميابۍ نه پس به دواړو اړخو ته يو ډول پاكستان وي۔كوهاله سره نزدې برساله سيمه كښې د مسلم ليګ(ن)انتخابي دفتر پرانستې په موقع خپل خطاب كښې ده ووئيل مونږ د كوهاله په پل ولاړ يو٬د پل يو اړخ ته پاكستان او بل اړخ ته آزاد كشمير دے٬دواړه اړخه پاكستان دے او يو خوا د پاكستان پنجاب او بل پلو د آزاد كشمير رياست دے٬۔ده ووئيل پنجاب كښې پرمختللے پاكستان ښكارېږي او كشميريان د روزګار٬كاروبار٬نوكرۍ او درملنې لپاره دلته راځي
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د كوهاله سره نزدې برساله سيمه كشې د مسلم ليګ(ن) دفتر پرانستې په موقع وېنا
مضمون کا ماخذ : جوگوس ڈی لوٹیریا آن لائن