اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) د وزيراعظم خارجه سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او ) 13مه سر مشريزه غونډه د مارچ اولنۍ نېټې شورؤ ورځې څخه اسلام آباد كښې كيږي۔ غړو هېوادونو غونډه كښې د ګډون كولو باور راكړې۔ د غونډې مركزي خيال سيمه ايزې اړيكې دي۔ د ترهګرۍ اوسنو پېښو نه دې غونډې ته هېڅ خطر نشته۔ د کانفرنس امنيت لپاره سخت انتظامات شوي دي۔ هند د پاكستان ځانله كولو هڅو كښې ناكامه شوې۔ د خالي په ورځ د اقتصادي مرستې تنظيم راروانې غونډې په اړه خبريالانو سره خپلو خبرو كښې خارجه سلاحكار سرتاج عزيز ووئيل 7 غړو هېوادونو په دې غونډه كښې د ګډون كولو باور راكړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل د ترهګرۍ اوسنو پېښو نه دې غونډې ته هېڅ خطر نشته۔ د?? ووئيل د داسې ډول پېښو په سوب غونډه ځنډول كېدې نه شي۔ حكومت د كنفرنس امنيت له سخت انتظامات كړي دي۔ كنفرنس كولو سره به زمونږ مثبت تشخص نړۍ ته رامخې ته شي۔ د?? ووئيل زمونږ هڅه ده چې د سارك سرمشريزه غونډه هم اسلام آباد كښې وكړې شي۔ د?? ووئيل هند د پاكستان ځانله كولو هڅو كښې ناكامه شوې۔ د?? ووئيل سي پېك منصو??ې سره دوه اړخيزه اړيكې لا ټينګې شوي دي او په دې صورتحال كښې د اي سي او فعاليت ډېر مهم دے۔ خارجه سلاحكار ووئيل د?? غونډه كښې به سيمه ايزې خوشحالۍ له خپل مينځ كښې رابطو ته خاص ??ام لرنه كولې شي۔ د غونډې په مهال به د غړو هېوادونو ترمينځه تعليمي او سائنسي مرسته او په اولسي كچه د اړيكو لا زياتولو له د ګامونو هم جاج اخستلې شي۔ د?? ووئيل غونډه كښې به شريكو رابطو ٬ تجارت ٬ توان ٬ سرمايه كارۍ ٬ صنعت ٬ معاشي پرمختګ او ماحولياتو په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په تګلاره غور كولې شي۔ سرتاج عزیز ووئيل د تنظيم زياتره هېوادونو غونډه كښې د ګډون كولو تصديق وړاندې نه كړې۔ خارجه سلاكار ووئيل د مشرانو غونډې څخه وړاندې به سبا نه د اعلی چارواكوم دوه ورځنۍ غونډه پېل شي او د كونسل د خارجه وزيرانو غونډه به د نهې په ورځ كېږي۔
د اقتصادي مرستې تنظيم (ای سی او ) 13مه سر مشريزه غونډه د مارچ اولنۍ نېټې څخه اسلام آباد كښې كيږي۔ غړو هېوادونو غونډه كښې د ګډون كولو باور راكړې۔ سرتاج عزيز
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر