اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان پوليس افسرانو ته د اولس خدمت او د قانون حكمراني باوري كولو سره وئيلې دي پوليس افسران او اهلكار د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره د خپل ځان د قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ د پوليس لائن هېډكوارټر دورې په مهال افسرانو او ځوانانو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ داخله وزير د مړانې په څرګندونه كولو پوليس اهلكارو او افسرانو له پوليس مېډلز وركړل۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس آئي جي ډاکټر اکبر ناصر خان او نور لوړ پوري هم موجود وو۔ داخله وزير 14 افسرانو او اهلكارو ته قائداعظم پوليس ميډلز او 14 له پاکستان پوليس ميډلز وركړل٬ دا پوليس افسران او اهلكار 75مې ډائمنډ جوبلي په موقع د داخله وزارت لخوا دې ايوارډز لپاره نامز كړے شوې وو٬ آئي جي اسلام آباد ډاکټر اکبر ناصر خاں او ډي آئي جي آپريشنز سهېل ظفر چټھه ته د پاكستان حکومتِ لخوا تمغه شجاعت وركړے شول۔ داخله وزير ټولو افسرانو او اهلكارو له مباركي وركړه ٬ پوليس اهلكارو ته د ډېرې مودې راهسې دا مېډلز نه ترلاسه كېدل۔ په دې موقع وفاقي وزير ته په اسلام آباد کيپيټل پوليس كښې د شوو اصلاحاتو په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔ د برېفنګ په مهال ووئيل شول ټولو تهاڼو كښې تفتيش په غوره ډول كېږي ٬ د اپرېشنز ډويژن كاركردګي ښه كولو او د تفتيشن عمل لا ښه كولو لپاره د تهانو په كچه تنظيم نو شوې ٬ هر اېس اېچ او سره د دوو نورو افسرانو اپرېشنز انچارج افسر او د اېډمنسټرېشن افسر تقرر كوٶ٬ اېس اېچ او به د تفتيش د څانګې مشر وي٬ امن عامه او كميونټي پوليسنګ به د آپرېشنز انچارج ذمه واري وي٬ د اېډمنسټرېشن انچارج به د افرادي وسائلو او رېكارډ ذمه وار وي او د عدالتي احكاماتو د تعميلي افسر كردار به هم لوبوي
پوليس افسران او اهلكار د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره د خپل ځان د قربانۍ نه ډډه نه كوي۔ داخله وزير رانا ثنا الله خان
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ