اسلام آباد 18اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د نهې په ورځ د متاثره ملازمينو د خاص پارليماني كمېټۍ چيئرمېن پروفيسر ډاكټر قادر مندوخيل د سپيكر په دفتر كښې ملاقات كړے چې پكښې ده د متاثره ملازمينو كمېټۍ د 6 مياشتو كاركردګۍ رپورټ د قامي اسبملۍ سپيكر ته وړاندې كړے ۔د كاركردګۍ په رپورټ سپيكر د اطمينان څرګندونه وكړه او عملدرآمد نه كوونكو ادارو په ضد ئې د ضابطه كاروائې ته اتفاق وكړو۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د نهې په ورځ پروفيسر ډاكټر قادر خان مندوخيل د متاثره ملازمينو خاص پارليماني كمېټۍ چيئرمېن په معامله تفصيلي بريفنګ وركړو۔پروفيسر ډاكټر قادر خان مندوخيل د قامي اسمبلۍ سپيكر د هغه يو څو ادارو كومې چې عملدرآمد نه كوي په اړه خبر كړو۔د كاركردګۍ په رپورټ د قامي اسمبلۍ سپيكر د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئېل د پارليماني كمېټۍ لخوا د لارې غريب او متاثره شوو سركاري ملازمين ته آسانۍ ترلاسه كېدل خوشبينه دي او دا صدقه جاريه ده۔راجه پروېز اشرف ووئېل كومې ادارې چې تراوسه د دې آئيني كمېټۍ په احكامات عملدرآمد نه كوي د هغوي په ضد به د قواعدو او ضابطو ترمخه سخت ايكشن واخستلے شي٬پارليماني كمېټۍ سره پراخه اختيارات شته او دا كمېټي پارليمان جوړه كړې٬د كومې په سبب چې په دې احكاماتو د عملدرآمد نه علاوه كومه بله لار نشته۔پروفيسر ډاكټر قادر خان مندوخيل د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه اوكړه او وې وئېل دا زما او د كمېتۍ نورو غړو د ټولو لپاره د وياړ خبره ده چې مونږ د دې كمېټۍ د لارې په لاكهونو شمېر ملازمينو ته رېليف وركړے ۔په دې موقع د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)ملك سليم اختر اعوان هم موجود ؤ
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د ځپلو ملازمينو د خاص پارليماني كمېټۍ چيئرمېن پروفيسر ډاكټر قادر خان مندوخيل ملاقات
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر