اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان او جمهوريه كوريا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ حجم زياتولو ضرورت دے٬د دواړو هېوادونو حكومتونو او نجي څانګو ترمينځه بايد د مرستې نوې لارې ولټولې شي٬پاكستان د كركيلې او انفارمېشن ټېكنالوجۍ پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې كوريا سره دوه اړخيزه مرسته زياتول غواړي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د لي هيك ينګ په مشرۍ كښې د كوريا پاكستان پارليماني فرينډ شپ ډلې يو پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې صدر مملكت سره ملاقات كولو۔د ايوان صدر پرېس څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان د ځوانانو د مناسب تعليم او تربيې نه پس د كوريا كمپنو ته قابل او ارزانه انساني وسائل وركړے كېدے شي۔كوريا پاكستان سره په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې د شړې زمكې د كر جوګه كولو له مرسته كولې شي۔كوريا د پاكستان په اقتصادي پرمختګ كښې موثر كردار ترسره كوي۔صدر ووئيل كوريا په يو شمېر څانګو او په خاص توګه د ګاډو او فونز د مينو فيكچرنګ په څانګو كښې ډېره سرمايه كاري كړې۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان او كوريا ترمينځه اوسنے تجارتي حجم دوه اربه ډالرو ته نزدې دے او په راتلونكو څو كلونو كښې دوه اړخيزه تجارتي حجم 6 ارب ډالرو ته رسېدې شي۔صدر ووئيل د پارليماني ډلو تګ راتګ سره دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې كېدې شي او دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا وده ومومي
د پاكستان او جمهوريه كوريا ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت او سرمايه كارۍ زياتولو ضرورت دے۔د صدر ډاكټر عارف علوي د كوريا پاكستان پارليماني فرينډ شپ ډلې سره خبرې
مضمون کا ماخذ : سٹاربرسٹ