لاهور 25 دسمبر (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې پاكستان د عسكري هڅو په بنياد نه بلكې د اوږدو سياسي هڅو په بنياد جوړ شوے و٬ قائد بې سر و سرومانې سره د برتانوي سامراج مقابله وكړه٬ د هغه ټولې هڅې سياسي او ج??هو??ي وې٬ په هېواد كښې دې ج??هو??ي رويو ته ود?? وركړې ??ي٬ په هېواد كښې به بدلون يوازې د ووټ د لارې راځي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ګل په ورځ د قائداعظم محمد علي جناح او د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د سالګرې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع صوبائي وزير خواجه عمران نذير او نور مشران هم موجود وو۔ خواجه سعد رفيق ووئيل چې كه مونږ د هېواد حفاظت كول غواړو نو په هېواد كښې دې د آئين او د اولس ج??هو??ي حكمرانې ته ود?? وركړې شي او هم دې عظيم مقصد لپا??ه مسلم ليګ ﴿ن﴾ هڅې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل چې بايد مونږ د دسمبر په 25مه نېټه لوظ وكړو چې مونږ به په ګډه تر آئين لاندې مخ په وړاندې ځو او ج??هو??ي رويې به قوي كوو۔ په دستوره كښې د پاكستاني باني قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې او د پخواني وزيراعظم د سالګرې كېك پرې كړې شو۔
د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق د قائداعظم د ولادت ورځې او د پخواني وزيراعظم نواز شريف د سالګرې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری