اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مينځني ختيز خاص مرستيال او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرافي وئېلي دي د ملګرو ملتونو بشري حقونو كونسل كښې د اسرائيلي ظلم په ضد د او آِئي سي په مرسته قرارداد د اسلامي نړۍ د وحدت علامت دے۔پاكستان د اسلامي مرستې تنظيم پليټ فارم سره د اسلامي نړۍ مسئلو حل له خوښي لري۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل وزيراعظم عمران خان د اسلامي نړۍ مسائلو كښې شريك دريځ خپلولو هلو ځلو ته كاميابي ترلاسه كېږي۔د كشمير او فلسطين پشمول د ټولو مسئلو حل د اسلامي نړۍ وحدت او اتحاد سره ممكن دے۔ده ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم به د سعودي عرب په مشرۍ كښې لا مضبوط او مستحكم شي۔د اسلامي هېوادونو شريكې شخړی هم د اسلامي مرستې تنظيم د پليټ فارم څخه د حل كولو هڅې پكار دي
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil