اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی)دفاعي تجزيه كار برېګېډيئر(ر)امير محمد بركي وئېلي دي پاكستان هغه يواځنے هېواد دے كوم چې د افغانستان په معاشي٬اخلاقي او سفارتي كچه بشپړه مرسته كړې٬كه نړيوالې ټولنې افغانستان د معاشي او انساني بحران څخه ويستلو ته پام ونه كړو نو په لويه پېمانه د تباهۍ اندېښنه ده او تاريخ به نړۍ كله هم معاف نه كړي۔د شورو په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كابل آور كښې ده ووئيل په افغانستان كښې په دې وخت كښې تقريبا 35 لكه ماشومان او مېرمنې د انساني بحران له امله ځپلے شوي٬كه لوېديزو هېوادونو افغانستان په خپلو پښو اودرولے ؤ نو نن به دا صورتحال نه ؤ ٬ ده ووئېل افسوس چې امريكا او لوېديز هېوادونه په كوم ډول افغانستان ته راغلي وو د هغې نه په بدتره حالت كښې يې پرېښودو ۔ده ووئيل پاكستان په هر لحاظ د افغان كډوالو كوربتوب كړے
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش