کراچۍ 02 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان او ترکیې ترمينځه د دفاع پشمول بيلو څانګو كښې اړيكو ته د لا پراختيا وركولو په اهميت زور راوړلو او تركيې ته په سی پیك كښې د شمولیت بلنه وركولو سره وئيلي چې سی پیك يو ګېم چېنجر منصوبه ده په كومه چې تندۍ سره كار روان دې، د وخت تقاضا ده چې پاک – ترک سټریټیجك همكاري پراخا كړې شي ، ملجم کلاس کارویټ منصوبه د دواړه هېوادونو ترمينځه د نزدې اړيكو ښه مثال دې، حکومت د پاك بحریه دفاعی ضروریات پوره كولو له ټول اقدامات کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پی اېن اېس طارق ملجم کلاس کاروېټ جنګی جهاز په پاك بحریه كښې د شاملولو دستوري ته وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د ترکيې نائب صدر جودت یلماز خاص مېلمه وو۔دستوره كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداری ، وفاقی وزیر احسن اقبال، وفاقی وزیر سید نوید قمر ،د سندھ وزیراعلیٰ مراد علی ، د سندھ ګورنر کامران ټیسوری او د پاك بحریه مشر اېډمرل امجد نیازی پشمول اعلیٰ سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان او ترکیه خپلو كښې تاريخي او قوي اړيكي لري۔ د بېلو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه دواړه هېوادونه يو ډول دريځ لري۔ د پاكستان جوړيدو په وخت د پاکستان اولس د تحریك خلافت بشپړه حمایت وکړو۔ د پی اېن اېس طارق په لانچنګ ټولو له مباركي وركوم۔دا څلورمه بحري بيړۍ ده كومه چې پاکستان او ترکیي په شريكه جوړه كړې۔ ده ووئيل په كال 2010 كښې چې په پاکستان كښې كله سېلاب راغلو نو د ترکیي صدر رجب طیب اردوان د پاکستان دورہ وكړه۔ دلته رجب طیب اردوان روغتون او د هغه د كورودانې په نوم سكول جوړ شوے۔زلزلي او نور قدرتی آفتونو كښې ترکیې د پاکستانی وروڼو بشپړه مرسته كړې۔ د دواړو هېوادونو غم او خوشحالي يوه ده۔ ملجم کلاس کارویټ منصوبه د دواړو هېوادونو د نزدې اړيكو ښكاره مثال دې۔ دا منصوبه به دوه اړخيزه اړيكې لا پياوړې كړي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د سوكالۍ او پرمختګ مزل به هم دغسې روان وي۔ صدر طیب اردوان د تركيي اولس بشپړه خذمت کړې او د خپل اولس ښېګړې لپاره ئې ځانګړې كار كړې د كوم عکاسی چې د اوسني صدارتی ټاكنو نتيجې كوي۔ وزیراعظم ووئيل کراچۍ پورټ او ګوادر پورټ خپلو كښې تړلو لپاره ګامونه پورته كوو۔سی پیك په دې لړ كښې لوے اهمیت لري كوم چې په دويم پړاؤ كښې داخل شوې۔ د كوم ترمخه به چې ګرین کوریډور، بزنس کوریډور ، اکنامك زون کوریډور او انفارمیشن ټیکنالوجی کوریډور زون جوړولې شي۔ ده ووئيل مونږ صدر طیب اردوان سره هم په دې خبره كړې او هغه له د خپلي بلنې تجدید کوو چې تركيه هم په دې شريك پرمختګ او سوكالۍ منصوبه كښې شامل شي۔ ګوادر به مونږ يو مهم تجارتی مرکز جوړوو۔ ده ووئيل زمونږ زمكيز ، بحری او فضائی پولي محفوظ جوړولو كښې د كارمندانو او پوهانو هڅي به عمر له يادې ساتلې شي او هغه به په ښه ټكو كښې ليكلې شي۔ وزیراعظم ووئيل د پاك بحریه صلاحیت به لا زياتولې شي۔ وزیراعظم ووئيل حکومت به د پاك بحریه دفاعی ضروریات پوره كولو له ټول اقدامات کوي۔ وزیراعظم ملجم کلاس کارویټ جوړولو كښې برخه اخستونكو كارمندانو او پوهانو لپاره د 20 كروړه روپو اعلان كولو سره ووئيل مونږ د يو كال په مهال د سختو مالي چیلنجونو سره مخ پاتې شؤ او د دې تر ټولو لوے بوج په اولس پريوتې۔ دستوري ته د پاك بحریه مشر ایډمرل امجد نیازی خطاب كښې د پی این ایس طارق په لانچنګ انجینئر او پوهانو له مباركي وركړه۔دستورې ته وينا كښې د پاك ترکیه نائب صدر جودت یلماز ووئيل پاکستان او ترکیې په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړې او د تركيي اولس پاکستان له لوئ اهميت وركوي۔ ترکیه كښې د زلزلي له امله شوې تباهۍ نه پس د پاکستان اولس او حكومت د ترکیي اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كړې۔ده ووئيل زمونږ اړيكي وخت سره سره قوي كېږي او دفاعی څانګه د دې وژن مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل ترکیه او پاكستان د پولې پوري غاړه ترهه ګرۍ پشمول بيلو چیلنجونو سره مخ دي۔ موجودہ حالاتو كښې د پاکستان او ترکیي اړيكې لا مهمې شوي دي۔ جودت یلماز باجوړ كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندنه كولو سره ووئيل تركيه د هر دول ترهه ګرۍ مخالفت كوي ځګه چې دا نړيوال امن خطر سره مخ كوي ۔ ده ووئيل مونږ د ترهه ګرۍ غندنه كوو۔ دستوري ته وينا كښې د تركيي نائب وزیر دفاع ډاکټر جمال سمی ووئيل د 4 جنګی بحری بيړو جوړولو شريكه منصوبه دفاعی څانګو كښې د همكارۍ ښكاره مثال دې بايد پاکستان او ترکیه نورې پروژې پېل كړي۔ ده زياته كړه چې دواړه هېوادونه بايد د ګډې تجارت حجم زيات كړي۔ ده ووئيل پاکستان سره په ګډه جناح کلاس فرېګېټ جوړولو كښې به برخه اخستلې شي۔ دستوري ته د کراچۍ شپ یارډ مینجنګ ډائرېکټر ریئرایډمرل سلمان الیاس هم خطاب وكړو۔د دستوري په آخر د پاك بحريه مشر ایډمرل محمد امجد خان نیازی وزیراعظم شهباز شریف او د تركيي نائب صدر جودت یلماز ته د جنګی بحری بيړۍ پی اېن اېس طارق ماډل وړاندې كړو۔
د وزیراعظم شهباز شریف ترکیي ته په سی پیك كښې د شمولیت بلنه، ملجم کلاس کاروېټ منصوبه د پاک – ترک نزدې اړيكو په زړه پورې مثال دې،دستوري ته وينا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج