پېنډې31 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه سره تېره ورځ د افغان مېډيا 15 كسيزه پلاوي ملاقات كړے۔ د خبر له مخې تېره ورځ د افغان مېډيا پلاوي د جي اېچ كيو دوره وكړه او هلته يې سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د پاك پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ووئيل چې مېډيا د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتوري او سوشل روابطو ودې او د اولسونو ترمينځه رابطې لپاره د پل كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې دا د مېډيا او د خلكو ذمه واري ده چې امن ورانونكي په ګوته كړې شي او هغوي ته ماتې وركړې شي۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې امن د پاكستان خواهش دے ځكه چې د دواړو هېوادونو امن يو بل سره تړون لري۔ ده ووئيل چې وران كارو ته به د امن خرابولو اجازه ورنه كړې شي۔ د پاكستان د پولې د جامع انتظام حواله وركولو سره سرلښكر ووئيل چې په پولو امنيت د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔سرلښكر د دواړو هېوادونو ترمينځه د سيمه ايزو روابطو اهميت وړاندې كولو سره د منطقې پائيدار پرمختګ لپاره په افغانستان كښې د امن په بحالۍ رڼا واچوله۔ سرلښكر د خبريالانو د دورو انتظام لپاره د پاك افغان يوته فورم د اقدام ستائنه كولو سره هيله څرګنده كړه چې په سباؤن كښې به داسې تبادلې نورې هم وكړې شي۔ سرلښكر ووئيل چې د منطقې د سباؤن امن او پرمختګ لپاره پاك افغان يوته يو اميد دے۔پھ دې موقع افغان خبريالانو د ليدنې كتنې په موقع وركولو د سرلښكر مننه وكړه۔ دوي د پاكستان د اخلاص او د افغان كډوالو د كوربتوب پشمول په افغانستان كښې د سولې په عمل كښې د پاكستان د سهولت كارۍ د كردار او هڅو ستائنه وكړه
د افغان مېډيا 15 كسيزه پلاوي د جي اېچ كيو دوره او سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا