اسلام آباد۔26 نومبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ وزارت د موسمياتي بدلونونو اثراتو مخنيوي له 6 نکاتي نېشنل اېډاپټېشن پلان تيار كړے دے ٬ واټر ریسورسز مېنجمنټ، زرعی و فوډ سیکیورټی، جنګلات، انفراسټرکچر او ماحولیات د پلان مهمه برخه ده ٬ د موسمیاتی بدلون اثراتو مخنيوي پلان كښې پبلک هېلتھ پروګرامز هم شامل دي٬ پاكستان به ماحولياتو سره اړوند نړيوال كنفرنس كوپ – 28 كښې پلان وړاندې كړي۔ کوپ۔ 28 سرمشريز كنفرنس 30 نومبر څخه تر 12 دسمبر په متحده عرب امارات كښې كيږي۔ د پاکستان برخه د ګرین هاؤس ګېس په اخراج كښی يو فيصد ده او د موسمياتي اثراتو د لاسه زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو كښې شامل دے٬ د نړيوال بېنك لمخې پاکستان د موسمي بدلونونو سختو چېلنجونو سره مخ دے٬ په بلوچستان صوبه كښې د اوسني سېلاب د لاسه موسمي خطرې سوا شوي دي٬ پاكستان په بشپړه فرېم ورك اډانه لرونكې نېشنل اډاپټېشن پلان تیار كړے دے٬ بلوچستان كشی سېلاب څخه د ځپلې شويو سيمو بحالول د نېشنل اډاپټېشن پلان برخه ده ٬ نړيوال بېنك به دې منصوبې لپاره 21 کروړ 30 لکه ډالره راكوي۔ د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې پاكستان په كوپ – 28 كښې خپله مقدمه وړاندې كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل نړيوال اخراج كښې د كمې برخې لرلو باوجود پاكستان د نړيوال حدت تريخ حقيقتونو سره مخ كېدو كښې تر ټولو وړاندې دے۔ د موسمياتي بدلون په ضد جنګ يو نړيوال جنګ دے كوم لپاره به چې ټولو قومونو له په ګډه هڅې كول وي۔ په اخراج او اثراتو كښې تفاوت په ماحولياتي پالېسيو كښې د مساوات او انصاف ضرورت په ډاګه كوي۔