اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اعلٰی اختياراتي سلېكشن بورډ غونډه شوې چې پكښې د مختلف ګروپس افسرانو د ګرېډ 21 نه 22 كښې په ترقۍ غور شوے۔د اسټیبلشمنټ ډویژن له مخې د شورو په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د اعلٰی اختيارتي سلېكشن بورډ غونډه كښې د مختلف ګروپس افسرانو د ګرېډ 21 نه 22 كښې د ترقۍ په اړه په كيسز غور وشو۔په دې موقع د پاكستان اېډمنسټريټو سروس٬فارن سروس آف پاكستان٬پاكستان انفارمېشن ګروپ٬كامرس اينډ ټرېډ ګروپ٬ملټري لينډ اينډ كنټونمنټ ګروپ او د انټيلي جنس بيورو افسران د ګرېډ 22 لپاره كليئر كړے شوي۔په كليئر كړو افسرانو كښې د پاكستان اېډمنسټريټو سروس ډاكټر راشد منصور٬، ډاکټر سید توقیر حسین شاہ، ډاکټر عصمت طاهرہ، بشریٰ امان، ذوالفقار حیدر خان، نوید علاؤالدین، حامد یعقوب، افتخار علی شلواني، سید ظفر علی شاہ، فرحان عزیز خواجه، ډاكټر فخر عالم عرفان، کیپټن (ر) سیف انجم، ډاكټر محمد عثمان چاچړ، اعزاز اسلم ډار، نوید احمد شیخ،سارہ جاوید، جواد پال، امداد اللہ بوسال شامل دي۔د فارن سروس آف پاكستان مظهر جاوید،سردار شجاع عالم، بابر امین، د پاکستان کسټم سروس ثریا احمد بټ، ډاكټر احمد مجتبیٰ میمن د ګریډ 22 لپاره کلیئر كړے شوي ۔ د ان لینډ ریونیو سروس عامر علی خان تالپور، ډاكټر فیض الٰهی میمن،عاصم احمد،د پاکستان ریلویز ظفر زمان رانجھا،د انفارمیشن ګروپ سعید جاوید،د کامرس اینډ ټریډ ګروپ سید رفیع بشیر شاہ،د ملټری لینټ اینډ کنټونمنټس ګروپ محمد نعیم جان خان او د انټیلی جنس بیورو فواد اسد اللہ خان د ګریډ 22 لپاره كليئر كړے شوي۔د نورو ګروپس/افسرانو په نامو غور لپاره د اعلٰی اختياراتي سليكشن بورډ غونډه به(نن)د مئي په 19نېټه بيا كېږي
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د اعلٰی اختياراتي سلېكشن بورډ غونډه٬د مختلف ګروپس افسرانو د ګرېډ 21 نه 22 په ترقۍ غور
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس