ملګري ملتونه 15جولائی (اے پی پی) پاكستان شخړو سره په مخ سيمو كښې د جن??ي تشدد پېښو په اړه د ملګرو ملتونو په هغه رپورټ د سختې ناراضګۍ څرګندونه كړې ده په كوم كښې چې په مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند او په فلسطين كښې د اسرائيل لخوا روان جن??ي تشدد نه دے شامل كړے شوے۔ د كشمير ميډيا سروس ??ه مخې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د ملګرو ملتونو سل??متي كونسل ته ووئيل چې د دې خبرې كافي دستاوېزي ثبوتونه موجود دي چې هندي قابض ځواكونو كال 1989 څخه په مقبوضه جموں وكشمير كښې د مېرمنو بې حرمتي او جن??ي تشدد د جنګي وسلې په توګه كارولې دې۔ ده ووئيل داسې ښكاري چې په كشمير او فلسطين كښې د جن??ي تشدد روان جرمونه په قصدي توګه په رپورټ كښې شامل كړې شوي نه دي او دې عمل دا رپورټ كمزورے كړے دے۔ منېر اکرم سل??متي كونسل ته ووئيل چې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني هندي ګامونو څخه وروستو په مقبوضه جموں وكشمير كښې په تشدد ٬ د مېرمنو او انجونو ځورونو او د هغوي د بې حرمتۍ په پېښو كښې ښكاره زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ ده په عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس زور راوړو چې هغه دې د رپورټ كمۍ لرې كولو سره په كشمير او فلسطين كښې د جن??ي تشدد پېښې هم د دې برخه وګرځوي او دغسې دې د سباؤن په رپورټونو كښې هم وكړي۔ ده د كشمير او فلسطين شخړو سره د سل??متي كونسل قراردادونو په عملي كولو هم زور راوړو۔
د پاكستان لخوا د جنسي تشدد په اړه د ملګرو ملتونو په رپورټ د ناراضګۍ څرګندونه٬ د فلسطين د شاملولو غوښتنه
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری