اسلام آباد 19جنوري (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي د ټاكنو كميسون دې د ټولو سياسي ګوندونو د بېنك اكاؤنټس ډېټا راوغواړي٬(ن)ليګ د فنډنګ كيس نه تېښته غواړي۔وزيرمملكت د فارن فنډنګ كيس اورېدنې نه پس مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل(ن)ليګ غواړي چې د اكاؤنټس جانچ پړتال ونه كړے شي۔وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل پي ټي آئي د خپل ډونرز حساب وركړے٬د نور جانچ پړتال لپاره هم چمتو يو٬د پيپلز پارټۍ او (ن)ليګ اكاؤنټس جانچ پړتال دې هم بشپړ كړے شي٬د ټاكنو كميسون سكروټني كمېټۍ له هم خپل كار بشپړول پكار دي ٬ده ووئېل مريم٬بلاول او مولانا د لويې فنډنګ خبرې كولې٬د پي ټي آئي په ضد د سكروټني كمېټۍ په رپورټ كښې څه هم ثابت شوي نه دي٬ ده ووئېل په پاكستان كښې د سياسي ګوندونو اكاؤنټس جانچ پړتال خوشبينه دے٬د ټاكنو كميسون ته خواست دے چې د سټېټ بېنك څخه دې د ټولو سياسي ګوندونو اكاؤنټس تفصيلات واخلي٬وزيرمملكت ووئيل د سياسي ګوندونو په اكاؤنټس كښې سپيځلتيا پكار ده
(ن)ليګ د فنډنګ كيس نه تېښته غواړي٬د ټاكنو كميسون دې د ټولو سياسي ګوندونو د بېنك اكاؤنټس ډېټا راوغواړي۔د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد