اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي پاکستان سخت ماحولياتي بدلون سره مخ دے٬ په دې وروستيو كښې د سېلاب او بارانونو څخه د هېواد زياتره برخه د اوبو لاندې راغلې ده٬ معاشي بحالۍ لپاره ټول ترلاسه وسائل كاروٶ٬ ټولو اړوندو ډلو له به په دې سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ “سي اېن بي سي” سره په مركه كښې كړې۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل کوپ 27 د ماحولياتي بدلون اثرات٬زيانونو او د بحالۍ پحقله ډېر كهم دے٬ د ماحولياتي بدلون زيانونو څخه سرغوړونه نشي كېدې٬ پاکستان كښې اوسنې سېلاب د موسمياتي بدلون له امله راغلے۔ ده ووئيل د ماحولياتي بدلون مخنيوے٬ د خطرو نه بچ كېدل او بحالۍ لپاره به د نړۍ ټولو هېوادونو له په ګډه كار كول وي ځكه چې موسمياتي بدلون يوه نړيواله مسئله جوړه شوې۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان سېلاب او قدرتي افتونو سره مخ دے چې په سبب ئې پاكستان ته مالي او ځاني زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل په هېواد كښې سرمايه كارۍ لپاره پبلك پرائيويټ شراکت دارۍ ته وده وركوٶ٬ د پاكستان په مالي توګه مستحكمولو لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل نړۍ له به د موسمياتي بدلون څخه رامخې ته شوې مسئلې حل كول وي۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د نړيوالې ورورولۍ دا ذمه واري ده چې ھغوي د ماحولياتي بدلون اثرات كمولو لپاره حل ولټوي
پاکستان سخت ماحولياتي بدلون سره مخ دے، ټولو اړوندو ډلو له به په دې سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كول وي۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري “سي اېن بي سي” سره مركه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج