اسلام آباد 23 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی په هېواد كښې سیاسی ما??ول ښه كولو له ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه د اتفاق په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول موقعې وركړے كېږي، چا سره هم امتيازي سلوك نه كېږي، ریاستی میډیا ټولو سياسي ګوندونو له يو ډول کوریج وركوي، میډیا له به د ټاكنو په مهال ښه چاپيرچل وركولې شي، مس انفارمېشن، ډس انفارمیشن او جعلی خبر??نه د ټولي نړۍ مسئله ده،په سوشل میډیا تر ټولو لوي چیلنج جعلی خبر??نه دي۔ده دا خبره د زيارت په ورځ ملاقات لپاره راغلې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ ??در میجر جنرل (ر) رضا محمد په مشرۍ كښې پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔په ملاقات كښې د هېواد په موجوده سیاسی او معاشی صورتحال، جعلی خبرونو او ډس انفارمېشن ختمولو ،ټولټاكنو ، د سوشل میډیا مسئلو، د سوئيلي اسياﺀ او نورو هېوادونو كښې د ټاكنو په بيلو چارو د خيالاتو څرګند??نه وشوه۔پلاوي نګران وفاقی وزیر د هېواد سیاسی منظر نامې په اړه د ادارو د تازه تحقیق څخه خبر كړو۔په دې موقع وفاقی وزی?? ووئيل نګران حکومت آزادانه، منصفانه او شفاف انتخابات له لوظي دے،ټاكنو لپاره به الیکشن کمېشن له هرممکن سهولت وركولې شي۔ نګران وفاقی وزی?? ووئيل میډیا له به د ټاكنو په مهال ښه چاپيرچل وركولې شي۔د پلاوي په نورو غړو كښې د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ ډائریکټر (ا??ډو??کیسی اینډ کمیونیکیشن) صدیق همایوں، حشام، مس جویریه، انسټیټیوټ آف ډائریکټر خرم عباس او انسټیټیوټ آف پالیسی سټډیز څخه نوفل شامل وو۔
د ټولو سياسي ګوندونو ترمينځه د اتفاق ته ضروروت دے، ریاستی میډیا ټولو ګوندونو له يو ډول کوریج وركوي۔ د اطلاعات نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د اسلام آباد پالیسی ریسرچ انسټیټیوټ صدر رضا محمد په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے