اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړې شوي جمو و كشمير شخړې حل لپاره د اسلامي مرستې تنظيم د اصولي مؤقف او د پرله پسې ملاتړ ستائنه كوؤ٬ دې سره به د خپلواكۍ حق لپاره د كشميريانو د سپېځلې هلو ځلو يو پياوړې پېغام لاړ شي٬ د او آئي سي عمومي سېكتر د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير كشالې حل لپاره د او آئي سي لخوا د بشپړه ملاتړ پخلې كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د ګل په ورځ په جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحهٰ ليدلي٬ د او آئي سي عمومي سېكتر په نومبر كال 2021 كښې د چوكۍ سنبهالولو نه پس په وړومبي ځل د پاكستان دوره كوي٬ د ملاقات په مهال په مقبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ او سنګين انساني صورتحال رامخې ته كولو سره وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د كشميريانو د خوښې له مخې د جمو و كشمير شخړې حل لپاره د او آئي سي د اصولي موقف او د مستقل ملاتړ ستائنه وكړه۔ د عمومي سېكتر د آزاد جمو و کشمير او لائن آف کنټرول (اېل او سي) تاريخي دوره خوشبينه ګرځولو سره وزيراعظم په دې خبر زور رواړو چې دې سره به به كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې د او آئي سي د ملاتړ يو پياوړې پېغام لاړ شي۔ وزيراعظم فلسطينيانو او فلسطيني کاز لپاره د پاکستان د اولس او حكومت د غېر متزلزل ملاتړ هم تجديد وكړو۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د فلسطين مسئلې كوم هم حل بايد د كال 1967 نه په وړاندې پوله بايد اډانه وي د كوم پايه تخت چې القدس شريف وي۔ د دې خبرې اعتراف کولو سره چې په دسمبر كال 2021 كښې په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل (سي اېف اېم) د غېر معمولي غونډې نه پس افغانستان سره رابطې زياتې شوې دي وزيراعظم ووئيل عمومي سېكتر دې د بشري چېلنجونو مخنيوي او د دې خاتمې لپاره هلې ځلې ګړندۍ كړي كومو سره چې افغان اولس دا مهال مخ دے۔ وزيراعظم د زياتې شوې اسلام دښمنۍ او د نبي کريمۖ حرمت ته د زيان رسولو هلو ځلو مخنيوي په حاجت د زور راوړلو پخلے وكړو۔ده د اسلامو فوبيا كمپائن په ګړندي كېدو اندېښنه ښكاره كړه ٬ په خاص توګه زمونږ په منطقه كښې چرته چې د مسلمان او اسلام مخالف ايجنډے د رياستي پاليسۍ د يو اله كار په توګه كارولې شي۔ په دې موقع د او آئي سي عمومي سېكتر د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو له مخې د جمو و كشمير كشالې حل لپاره د تنظيم د بشپړه ملاتړ پخلې وكړو۔ده په پاكستان كښې په دې وروستيو كښې د سېلاب له امله په شوي مالي او ځاني زيام هم غمرازي وكړه۔ عمومي سېكتر وزيراعظم ته د او آئي سي د خارجه وزيرانو کونسل (سي اېف اېم) د چيئرمېن په توګه د پاكستان د پاتې مودې په مهال د او آئي سي د سېكټرېټ لخوا د بشپړه ملاتړ او مرستې باور وركړو
د كشمير كشالې حل لپاره د او آئي سي سي د اصولي مؤقف او د پرله سې ملاتړ ستائنه كوٶ۔ د وزيراعظم شهباز شريف د او آئي سي عمومي سېكتر ابراهيم طحهٰ سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی