اېبټ آباد 20 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي په مشرۍ كښې د سندهي ژبې عظيم شاعر شېخ اياز 100مې سالګرې په اړه د دستورې كولو جاج اغستو غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د كلتور او قامي ورثه نګران وفاقي وزير جمال شاه٬د تعليم او پېشه وره چارو وفاقي وزير مدد علي سندهي هم ګډون كولو۔په غونډه كښې نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي ووئيل شېخ اياز د جديدې سندهۍ شاعرۍ تر ټولو لويې شاعر او اديب ؤ ٬شېخ اياز د خپلې شاعرۍ پېل د اردو شاعرۍ څخه كړے او وروستو ئې په سندهۍ شاعرۍ كښې اعلٰی ترين مقام ترلاسه كړو۔نګران وفاقي وزير جمال شاه ووئېل شېخ اياز سندهۍ شاعرۍ او ادب كښې نوې رجحانات معارفي كړي٬هغه نه يواځې د سندھ بلكې د نيمې وچې لوي شاعر ؤ ۔د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير مدد علي سندهي ووئيل د شېخ اياز شاعرۍ نه بغېر د جديد سندھ تصور ممكن نه دے٬شېخ اياز يو عهد ساز شاعر ؤ ٬د هغه شمېره په نابغه ؤ كښې كېږي د چا په ژوند كښې چې د هغه په علمي او ادبي تخليق كار پېل شوے ؤ ۔په غونډه كښې د سندهۍ ژبې نوميالي شاعر شېخ اياز په ادبي خذمات هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره د دستورې كولو پريكړه وكړی شوه۔په دستوره كښې به د بلوچستان ګورنر عبدالولي كاكړ٬سېنېټر مشاهد حسېن سيد٬افتخار عارف٬سليمه هاشمي٬سيد احمد شاه٬مونس اياز پشمول ځينې نوموړو شخصيات رابللې شي۔په غونډه كښې د اطلاعات٬قامي ورثه او تعليم وزارتونو اعلٰی چارواكو هم ګډون كولو۔
۔
د اطلاعات او خپرونو نګران وزير مرتضٰی سولنګي په مشرۍ كښې غونډه٬د سندهۍ ژبې عظيم شاعر شېخ اياز 100سالګرې په اړه د دستورې كولو پريكړه
مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais