ټوکیو 24 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان او هند پھ تاريخي كرتار پور صاحب راهدارۍ لوظ نامه لاس لي?? وكړو٬د ورځې به 5 زره سيكهان د ويزې نه غېر ګورداوره كرتارپور صاحب كښې خپل مذهبي رسومات ترسره كولې شي۔ د پاكستان د اړخه د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل او د ه??د د خارجه چارو وزارت جوائنټ سېكتر اېس سي اېل داس په لوظ نامه لاس لي?? كړی ده ۔د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كرتار پور راهدارۍ لو ظنامه د وزيراعظم عمران خان د سيكهانو سره ?? لوظ ترمخه شوې۔?? لوظ نامې ترمخه به 5 زره سيكهان د ويزې نه غېر ګورداوره كرتارپور صاحب كښې خپل مذهبي رسوماتو ترسره كولو لپاره راتلې شي۔ په سركاري رخصتۍ او د بېړې كوم هم صورتحال كښې به دا آسانۍ نه وي۔د داسې صورتحال په حقله به پاكستان هند د وړاندې څخه خبروي۔?? لوظ نامې ترمخه به د سيكهانو په پاسپورټ د ويزې لګولو حاجت نه وي۔بهر هېواد كښې مېشته سيكهانو له به د ه??د او ريجن كارډ د دې آسانيو اج??زه وي۔ سره د چېلنجونو لوظنامه لاس لي?? كول د وزيراعظم د كلك عزم څرګندونه ده۔ په 9 نومبر به وزيراعظم د دې پرانسته كوي
د پاكستان د اړخه د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل او د هند د خارجه چارو وزارت جوائنټ سېكتر اېس سي اېل داس په لوظ نامه لاس ليك وكړو
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔