اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي)د رېلوے او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئېلي دي پي آئي اے او په نيويارك كښې روز ویلټ هوټل به نه خرڅوو۔په بلوچستان كښې په سبي-هرنائي-خوست رېلوے سېكشن 90 فيصد كار بشپړ كړے شوے٬سېكورتي كليئرنس ترلاسه كېدو سره به نور كار هم بشپړ كړے شي٬ بايد سياستمدار يو بل ته د كنځلو كولو لړۍ بنده كړي٬چې كوم سياستمدار خپلو سياسي مخالفينو سره خبره نشي كولې هغه څه هم نشي كولې٬هغه سياستدار نه دي۔د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر سردار شفيق ترين د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې خواجه سعد رفيق ووئيل په نيويارك كښې روز ويلټ هوټل په 1050 كمرو مشتمل دے 100 كاله پخوانے دے٬د هغې ماليت د يو ارب ډالرو څخه زيات دے٬هغه نه خرڅوو٬ بې شمېره مسئلې او طاقت ور يونين لويه مسئله ده٬د هلته اتهارټيز هم د يونين ملاتړ كوي٬د كووېډ 19 وبا پېل كېدو نه پس دا هوټل بند دے او د دې چلولو لپاره هم د زياتو مالي وسائلو ضرورت دے ٬ ده ووئېل زمونږ رائے ده چې مالياتي مشير مقرر كولو سره مونږ دغه 49 منزلونو ته رسولے شو كوم چې اوس 19 منزلونه لري٬چې څه نه څه پيسې ترلاسه شي نو د 300 نه 350 كمرې فعاله كېدې شي او زمونږ اخراجات به هم پوره كړي۔ده ووئيل د پي آئي اے د خرڅولو كومه اراده نه لرو٬د ايوي اېشن پالېسۍ څخه مسئلې راپېدا شوي٬د تورونو لګولو په ځاې حقائق ته كتل پكار دي٬په پي آئي اے كښې بهتري راغلې٬نوې جهازونه هم اخستلې كېږي او درې څلور كاله پس به مونږ له پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ته تلل وي خو موجوده حكومت به پي آئي اے په خپلو پښو اودروي۔خواجه سعد رفيق ووئېل سياسي ګوندونه يو بل نشي ختمولے دا سياسي حقيقت دے٬جمهوريت د بهر څخه څوك هم نه كمزورے كوي٬سياستمدار دا پخپله كمزورے كوي٬ده ووئېل د 36 ٬ 38 كلونو مارشل لاﺀ اصل مسئله ده۔ده ووئيل ما د نېب موجوده قانون څخه كومه ګټه نه ده پورته كړې ځكه چې مونږ كوم غلط كار نه دے كړے٬كله چې د تورونه په اورېدلو تنګ شوو نو بيا ځواب وركول پكار دي٬ ده ووئېل زمونږ مشر هم زمونږ پشان انسان دے٬اوس هم وخت شته چې په يو بل په بې بنسټه تورونو لګولو او كنځلو كولو ټوله سياسي ورورورلي بايد خرابه نه كړې شي
پي آئي اے او په نيويارك كښې روز ویلټ هوټل نه خرڅوو۔د رېلوے او هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II