ګوجرانواله ۔28 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي تحريك انصاف د پراخه مېدانونو نه سړكونو ته راغلے٬ د عمران خان بيانيه اوس ختمه شوې ۔ د ګل په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل زمونږ په ضد د جعلي ترهګرۍ مقدمه درج كړې شوې۔ ده ووئيل عمران خان د رانا ثناﺀ الله له يرې پېنډۍ څخه بېرته لاړو٬ هغه دومره سكت نه لرلو چې اسلام آباد ته راشي او رېډزون ته ورسي۔ ده ووئيل عمران خان زمونږ په استعفاګانو پسې راغلې ؤ او د خپلې استعفی وركولو او د خپلو صوبائي حكومتونو له مينځه وړولو اعلان سره ستون شو۔ ده ووئيل د پنجاب په اړه مونږ تګلاره وضعه كوؤ٬ له غونډې څخه وروستو به ن ليګ خپله د سباؤن تګلاره اعلان كړي۔ ده ووئيل د پنجاب او كے پي كے اسمبلۍ تحليل كول دومره آسان نه دي۔ ده ووئيل وفاق پرېكړه دا ده چې حكومت به خپله موده ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب