اسلام آباد۔2اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي ګلوبلائزېشن ټوله نړۍ يو موټې كړې ده ، د ګلوبلائزېشن له امله سكيورټي داخلي امن سره تړلې ده او پاكستان امن او استحكام غواړي۔ د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې سكېورټي ډائيلاګ ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل پاكستان امن او استحكام غواړي۔ خارجه وزير ووئيل نړۍ جیوپالېټکس څخه جیو اکنامک پلو مخ په وړاندې روانه ده٬ مونږ د نوې دور سره مخ په وړاندې تلل غواړؤ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د پرمختګ او امن ملګرې دې ٬ مونږ د روايتي همكارۍ نه هم وړاندې اړيكې غواړؤ۔ ده ووئيل سي پېك به پاكستان لپاره يو لويې ټرننګ پوائنټ ثابت شي۔ ده ووئيل مونږ په منطقه كښې د بې وزلۍ كمولو او د زده كړو په څانګو كښې په ګډه كار كول غواړؤ۔ خارجه وزير ووئيل د هند سپر سونک توغندي په پاكستان كښې غورځېدل د اندېښنې وړ عمل دې۔ د هندي توغندي د لاسه په منطقه كښې سكيورټي مسئلې رامخې ته كېدې شوې
د ګلوبلائزېشن له امله سكيورټي داخلي امن سره تړلې ده٬ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔