اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي حكومت د ميډيا په آزادۍ بشپړ باور لري٬ تېر دور د ميډيا لپاره تور دور ٶ كله چې په ميډيا بندېزونه ولګولے شول او د خبرلانو قلمونه مات كړے شول٬ د دوي آن اېئر پروګرامونه بند كړے شول٬ د مري خبريالانو سياسي او صحافتي اهميت او د دوي د ستونزو له مخئ به حكومت د مري خبريالانو ته سهولتونه وركولو لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوي۔ دا خبرې دې د جمعې په ورځ د مري پرېس كلب صدر سدھير احمد عباسي په مشرۍ كښې د مري پرېس كلب پلاوي سره په خبرو كښې وكړې٬ د ملاقات په مهال د مري د سېلګرۍ په اهميت٬ پرېس كلب او خبريالانو ته د ورمخې ته مسئلو په شمول په يو شمېر مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزيرې ووئيل مري د هېواد د سېل مشهور هل سټېشن دے چرته چې د لكهونو په شمېر سېلګري د ګرد هېواد نه د سېل په غرض راځي، ځائي خبريالان د خپل قلم او كېمرے د لارې د پاكستان او په خاص توګه ګرده نړۍ كښې د مري د سېلګرۍ اهميت رامخې ته كوي۔ دې ووئيل د مري پرېس كلب په اېكرېډېټېسن به په سمدستي توګه كار پېل كولې شي۔ په دې موقع پلاوي د وفاقي وزيرې د پرېس كلب مسئلو په اورېدو او د دغې د حل كولو د باور وركولو مننه وكړه
تېر دور د ميډيا لپاره تور دور ٶ كله چې په ميډيا بندېزونه ولګولے شول او د خبريالانو قلمونه مات كړے شول۔ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مري پرېس كلب پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری