اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي د?? د انصاف او قانون عملدارۍ په نشتوالي كښې رياستونه له مينځه ځي۔ د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم و??ئي?? زمونږ نبي كريم صلې الله عليه وسلم فرمائيلي د?? ستاسو نه وړاندې يو شمېر قامونه ځكه تباه شوي چې هلته به طاقتورو لپاره يو او كمزورو لپاره بل قانون ؤ ۔ ده و??ئي?? تاريخ شاهد دے چې رياستونه د اخلاقي زو??ل او بدعنوانۍ په سبب تباه شوي ځكه چې د اخلاقي طاقت نه بغېر كوم هم رياست خپلو وګړو ته انصاف نه شي وركولے۔ وزيراعظم و??ئي?? د انصاف او قانون عملدارۍ په نشتوالي كښې رياستونه له مينځه ځي كه چرې رياست سره اخلاقي طاقت نه وي نو هغه د طاقتورو مجرمانو سره ملګرے شي او (اېن آر او وركړي)۔ ده و??ئي?? د سېنېټ د اوسنيو ټاكنو څخه دا څرګندېږي چې څنګه موڼږ اخلاقيات د لاسه وركوو۔ وزيراعظم خپل ټوېټ سره د امريكې د پخواني چيف آف سټاف جنرل ډګلس ميك آرتهر قول هم شريك كړے په كوم ك??ې چې هغه وئېلي وو په تاريخ كښې داسې يو هم مثال نه موندلے كېږي چې د اخلاقي زو??ل ښكار شوے كوم هم قام سياسي او اقتصادي زو??ل سره نه وي مخ شوے۔ وزيراعظم د برتانيې پخواني جج پيټرك آرتهر ډيولن قول هم شريك كړو چې پكښې هغه وئېلي د?? د ټولنې خېرښېګړی لپاره اخلاقي جواز هم دومره ضرورې دے څومره چې يو ښه حكومت۔ دومره ټولنې د بهرني فشار په نتيجه كښې نه دي ماتې شوې لكه څومره چې دننه د خپلو خرابو په وجه له مينځه تللي۔ وزيراعظم د برتانيې د پخواني دانشور اېډمنډركي د اخلاقيات او اخلاقي رويو په اړه قول هم شريك كړو په كوم ك??ې چې هغه وئېلي د?? په حكومتونو ليكل كوونكي په دې خبره اتفاق لري چی په كوم قام ك??ې بدعنواني په لويه پېمانه خپره شي٬د هغوي آزادي تر ډېرې موده نشي پاتې كېدے
د انصاف او قانون عملدارۍ په نشتوالي كښې رياستونه له مينځه ځي۔ د وزيراعظم عمران خان ټوېټ
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز