اسلام آباد۔13جولائی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي تورونه لګول د کوم ګوند او منطقې په ګټه نه دي ، پاکستان به په سیمه کښې د اقتصادی پرمختګ ، سولې او د اړیکو پراختیا لپاره د سوله ایز او مستحكم افغانستان بشپړ ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ دوشنبے كښې د اېس سي او خارجه وزيرانو كونسل غونډې په مهال خپل افغان همڅنګ محمد حنیف آتمر سره ملاقات كولو۔د خبرو اترو په مهال د افغانستان په روانه وضعه او د سباؤن په تګلاره خبرې وشوې۔ د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشی خپل افغان همڅنګ ته د پاكستان لخوا د یو متحد او سوله ایز افغانستان د بشپړ ملاتړ ډاډ وركولو سره ووئيل په افغانستان كښې شدت خوښۍ كښې د زياتوالې رجحان او د قيمتي ځانونو زيان د اندېښنې وړ دے۔ د تشدد په كارروايو كښې كمي او جنګ بندۍ لپاره بايد سمدستی ګامونه پورته كړے شی. خارجه وزير په ډاګه كړه چې منفی بيانونه د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان مثبت رول ته زيان رسولے نشي۔ هغه ووئيل تورونه لګول د هیڅ ګوند او منطقې په ګټه نه دي. د بهرنیو چارو وزیر په خپل افغان همڅنګ زور راوړو چې په دوه اړخیزو چارو بحث باید د موافقه شوې تګلارې په كارولو سره تر سره شی. خارجه وزير په افغان مشرتابه زور راوړ چې هغوي افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو وتلو تر مخه د خپل مينځه خبرو اترو د لارې د افغان مسئلې سياسي حل ولټوي دغسې چې په افغانستان کښې د تل پاتې سولې لار هواره كړې شي۔ هغه ووئیل د افغانستان مشرتابه دا مسؤلیت لري چې دې تاریخي موقعې څخه ګټه پورته كولو سره په ګډه د افغان ستونزې حتمي ٬ پراخا او بشپړ سياسي حل ولټوي ۔ ده ووئېل پاکستان به په سیمه کښې د اقتصادی پرمختګ ، سولې او د اړیکو پراختیا لپاره د سوله ایز او مستحكم افغانستان بشپړ ملاتړ روان ساتي
تورونه لګول د کوم ګوند او منطقې په ګټه نه دي ، پاکستان به په منطقه کښې د اقتصادی پرمختګ ، سولې او د اړیکو پراختیا لپاره د سوله ایز او مستحكم افغانستان بشپړ ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خپل افغان همڅنګ سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena