اسلام آباد۔8اکتوبر (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼداپور وئيلي دي کشمیري اولس د 8 اكتوبر 2005 په زلزله كښې یو بشپړ نسل له لاسه ورکړې ، مونږ له به د خپلو راتلونكو نسلونو طبيعي پېښو نه ساتلو له د منظمې منصوبه بندۍ لمخې كار كول وي۔ د 8 اکتوبر 2005 سختې زلزلې 16مې كليزې په مناسبت خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د 16 كالو يوې اوږدې مودې تېرېدو باوجود د ځپلي اولس په زړونو كښې د خپلو مينه والو او عزيزانو يادونه او غم نن هم تازه دے۔ هغه ووئيل کشمیري اولس د 8 اكتوبر 2005 په زلزله كښې یو بشپړ نسل له لاسه ورکړې ، مونږ له به د راتلونكو نسلونو طبيعي پېښو نه ساتلو له د منظمې منصوبه بندۍ لمخې كار كول وي۔ هغه ووئيل د ماحولیاتی آلودګۍ او ګلوبل وارمنګ په نتيجه كښی پاكستان بلها چېلنجز سره مخ دے ، وزیراعظم عمران خان د موسمياتي بدلونو مخنيوي له خپل يو وژن لري، د وزیراعظم بلین ټری منصوبه په نړيواله كچه ستائلې شي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت په هره يوه څانګه كښې د مافياز په ضد جنګ كوي او په هره يوه څانګه كښې معيار او مېرټ باوري كوي۔
کشمیري اولس د 8 اكتوبر 2005 په زلزله كښې یو بشپړ نسل له لاسه ورکړې، د راتلونكو نسلونو طبيعي پېښو نه ساتلو له به د منظمې منصوبه بندۍ لمخې كار كول وي٬ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګڼداپور پېغام
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina