اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د وفاقي محتسب احکامات برقرار ساتلو سره نيشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے) ته امر كړے چې د درېو څلورو كالو تېرېدو باوجود د لېنډ اېكوزيشن ځپليو ته د معاوضې په ادا كولو كښې د ناكامۍ وضاحت وكړئ ۔ صدر دا احکامات د شکايت كوٶنكو امام بخش، محمد صالح، علي احمد، غلام حېدر، خدا بخش او ظهور احمد په كېس كښې جاري كړي چا چې تور لګولے ٶ چې اېن اېچ اے د اېن-85 جوړولو په مهال د دوي كورونه او دكانونه ړنګ كړي او معاوضې لپاره د بيا بيا درخواستونو وركولو باوجود ادارې په دې لړ كښې خپلې قانوني ذمه وارۍ نه دي ترسره كړي۔ دغسې صدر د وفاقي محتسب پرېكړه برقرار ساتلو سره ادارې ته د ذمه وارو چارواكو په ضد د انكوائري كولو او رپورټ په 30 ورځو كښې د وړاندې كولو امر كړے
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر