لاهور 22 جنوري (اے پي پي) د روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئېلي دي چې ګلوبل هيلت سكيورټي لپاره به نړيوالې ورورولۍ له بنيادي كردار ترسره كول وي٬ انسانان صحي مسئلو څخه بچ كول زمونږ ګډه ذمه و??ري ده٬ وب??ئي رنځ د قدرتي آفات شكل اختياروي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د ګلوبل هېلت سيمينار پرانستې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په پنجاب كښې د نېشنل ايكشن پلان فار هېلت سكيورټي په اړه د درې ورځني وركشاپ پرانستې غونډه كښې د روغتيا پوهان٬ سرك??ري چارواكي او مهم سټيك هولډرز موجود وو۔ د هېلت سكيورټي همكارانو او نړيوالو تنظيمونو په مرسته راجوړ كړې شوي دې وركشاپ كښې د پنجاب هېلت سروسز ډائرېكټر جنرل ډاكټر محمد الياس٬ د پنجاب سپیشلائزډ هیلت اینډ میډیکل ایجوکیشن ډیپارټمنټ لنډ مهاله وزير پروفيسر جاوېد اكرم او د پنجاب پرائمري اينډ سيكنډري هېلت كيئر وزير ډاكټر جمال ناصر هم خطاب وكړو۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل چې د وب??ئي رنځ مخ نيوي لپاره به په ګډه هڅې كول وي ځكه چې وب??ئي رنځ نه ختمېږي دا په بېلا بېلو شكلونو كښې راځي۔ ده ووئيل مونږ د ګلوبل هېلت سكيورټي لخوا دا وړومبې قدم پورته كړې دې او زه په ګلوبل هېلت سكيورټي د كار كولو له امله په ګرده نړۍ كښې په ښه ټكو يادېږم۔ د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر نديم جان ووئيل په هېواد كښې د احتساب عمل هم پكار دے او په دې لړ كښې د صوبائي٬وفاقي حكومت٬نجي ادارو٬سرك??ري ادارو بلكه د ټ??لو احتساب كول پكار دي۔ ډاكټر نديم جان په دې خبره زور راوړو چې د روغتيا حفاظت بنيادي حېثيت لري۔ ده په دې مهمو هڅو كښې په مرسته كولو د پنجاب حكومت او پرمختيائي همكارانو پشمول د ټ??لو برخه اخستونكو مننه هم وكړه۔
ګلوبل هيلت سكيورټي لپاره به نړيوالې ورورولۍ له بنيادي كردار ترسره كول وي۔ ډاكټر نديم جان
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria