اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) ) وفاقي حكومت د مالي كال 17-2016 په مهال بجټ كښې د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د لوډشيډنګ څخه خلاصې لپاره د برېښنا پرژو ته خاص پام كړې ده ٬د اوبو څخه د برېښنا د پېدا كولو په 14 روانو او دوه نويو سكيمونو به په مجموعي توګه يو كهرب 63 اربه 45 كروړه 80 لكه روپۍ خرڅ كولې شي۔د جمعې په ورځ د جاري شوي پي اېس ډي پي له مخې د ديامر بهاشا بند په جوړولو به 14 اربه روپۍ ٬ د ديامر بهاشا بند پروژې د لاټ ون نه تر پنځم پورې به 18 اربه 36 كروړه ورپۍ ٬ د داسو په پروژه به 42 ارب 17 كروړه 70 لكه روپۍ ٬د منګلا هائيډرو ټرېننګ انسټيټوټ به 6 كروړه 70 لكه روپۍ ګولن ګول پروژه دوه اربه 72 كروړه 90 لكه روپۍ ٬د خيال خوړ په پروژه درې اربه درې كروړه 80 لكه روپۍ ٬ د نيلم جهلم په پروژه 61 ارب٬ 45 كروړ 30 لكه روپۍ د منګلا پاور سټېشن په اپ ګرېډېشن درې اربه ٬ 99 كروړ 50 لكه روپۍ ٬د تربېلا فور د پراختيا په پروژه 16 ارب 48 كروړه 70 لكه روپۍ ٬د تهاكوټ په پروژه 33 كروړه روپۍ د ورسك الېكټرك پاور سټېشن په بحالۍ 45 كروړه 70 لكه روپۍ د چترال هائېډرل پاور سټېشن په پروژه 7 كروړه روپۍ او د كرم پاور هاٶس په اپ ګرېډېشن لس كروړه روپۍ خرڅ كولې شي۔ په روانو پروژو به يو كهرب 63 ارب 28 كروړ 80 لكه روپۍ او په نويو سكيمونو به 17 كروړه روپۍ خرڅ كولې شي۔
د لوډشيډنګ څخه خلاصې لپاره راتلونكې مالي كال 17-2016 كلن پرمختييائۍ پروګرام كښې د برېښنا پروژو ته خاص پام لرنه شوې
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa