د زورورو د قانون تر حاکمیت لاندې راوستل جهاد دے، د پوځداري نظام اصلاحات قانون د قانون د حاكميت په لور لويې ګام دېوزيراعظم عمران خان


APP08-270122 ISLAMABAD: January 27 - Prime Minister Imran Khan addressing at launching ceremony of Criminal Law and Justice Reforms. APP

اسلام آباد۔27جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د زورورو د قانون تر حاکمیت لاندې راوستل جهاد دے، د پوځداري نظام اصلاحاتو قانون د قانون حاكميت په لور لويې ګام دې، حکومت خپل كار ترسره كړې٬ اوس باید عدليه او وكيلان په پوځداري قوانينو او د انصاف نظام كښې اصلاحات عملي كړي، د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل د روغتيا وېړيا آسانۍ ترلاسه كولو له وګړو ته هېلتھ كارډ وركولې شي ، په ټاكنو كښې اي وي اېم ټېكنالوجي راوړؤ ٬ رېكوډك كېس سره د پاكستان زيات زيان شوې دې٬ اوورسیز پاکستانیان په هېواد كښې د قانون د حاكميت نشتوالي له كبله سرمايه كاري نه كوي٬ كه هغوي هېواد كښې سرمايه كاري پېل كړه نو بيا به چا ته د لاس نيولو حاجت نه وي ، اسلام په وراثت كښې د مېرمنو حق مختص كړې دې٬ اوس دا كېدې نه شي چې دوئي په ميراث كښې برخه ترلاسه نه كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د زيارت په ورځ په پوځداري قانون او د انصاف په نظام كښې د اصلاحاتو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د قانون حاكميت نه غېر كوم هېواد او ټولنه پرمختګ كولې نه شي۔ هغه ووئيل زمونږ په هېواد كښې د انصاف نظام دمه په دمه داسې جوړ كړې شوې كوم څخه چې زورورو ګټه پورته كړې هغوي خو څوك نيولې نه شي او زندانونه له بې وزلو څخه ډك كړې شوي دي۔ د انصاف نظام ناوړه كېدو له امله د قانون حاكميت ته زيان رسېدلې دې ٬ د زده كړو نظام خراب شوې٬ يو دور وو د سركاري سكولونو نظام ښه وو ٬ بيا پرائيوېټ او د انګلش مېډيم سكول نظام راغلو او دغلته اشرافيه تيارېدل پېل شؤ كومو ته به چې د نورو په مقابله كښې زيات ښه ملازمتونه ترلاسه كېدل۔ زمونږ د روغتونونو هم دغه صورتحال پاتې شو او دغسې زمونږ سركاري روغتونونه وروستو پاتې شول۔ د امير طبقې درملنو له نجي روغتونه موجود وو او زيات امير خلق به درملنو له بهر تلل۔ وزيراعظم ووئيل چې په پوځداري قوانينو كښ اصلاحات د هېواد په تاريخ كښې په اولني ځل كېږي۔ وزیراعظم ووئيل د مدينې رياست هغه اولنې رياست وو كوم چې د نړۍ په تاريخ كښې يو عظيم انقلاب رامخې ته كړو او د قرارداد مقاصد ماډل هم د مدينې رياست وو د كوم چې دوه بنيادي اصول وو ، يو فلاحي رياست جوړول او بل د قانون حاكميت۔ وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې په اولني ځل یونیورسل هېلتھ کورېج وركولې شي ٬ د نړۍ په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم دا ډول نظام نشته او دا د فلاحي رياست جوړېدو پلو او پوځداري قانون او د انصاف نظام كښې اصلاحات د قانون حاكميت پلو يو مهم ګام دے۔ هغه ووئيل 90 لکه اوورسيز پاكستانيان زمونږ اثاثه ده او د دوئي آمدن د پاكستان د 22 كروړه اولس د آمدن نه زيات دې۔ د دوي د ترسيلات زر د لارې د هېواد نظام روان دې خو هغوي په پاكستان كښې سرمايه كاري كولې نه شي ځكه چې هغوي دا ګڼي چې پاكستان كښې د قانون حاكميت نشته او هغوي د انصاف په نظام باور نه لري۔ هغه ووئيل كه اوورسيز پاكستانيانو دلته سرمايه كاري پېل كړه نو بيا به چاته د لاس نيولو حاجت پاتې نه شي۔ هغه ووئيل د رېكوډك كېس د لاسه پاكستان ته زيات زيان شوې ٬ كه كانونه چلېدل نو مونږ زيات آمدن ترلاسه كولې شو۔ په مونږ د 6 ارب ډالرو جرمانه لګېدلې او په نړيوال ثالثي عدالت كښې دا معامله پورته كړې شوه۔ هغه ووئيل كه زمونږ د انصاف نظام ښه وې نو دغلته سماعت كېدې شو۔ حکومت خپل كار ترسره كړې٬ اوس باید عدليه او وكيلان په پوځداري قوانينو او د انصاف نظام كښې اصلاحات عملي كړي۔ وزيراعظم ووئيل په هره يوه سروے كښې پاكستان د قانون په حكمرانۍ كښې وروستو پاتې كېږي ٬ دا مهال سوئټزر لېنډ تر ټولو وړاندې دې۔ هغه ووئيل د سوئټزر لېنډ د سېلګرۍ آمدن 60 ٬ 80 اربه ډالره دې او مونږ په مشكله 100 ملين ډالره ترلاسه كوؤ۔ هغه ووئيل دا فرق ځكه دې چې دغلته د قانون حاكميت دے او كوم قبضه ګروپ نشته۔ هغه ووئيل اسلام په وراثت كښې مېرمنو له حقونه مختص كړي دي٬ په اروپا كښې 100 كاله وړاندې دا حقونه وركړې شوي دي٬ اوس دا كېدې نه شي چې كومه مېرمنه په جائيداد كښې خپله برخه ترلاسه نه كړې شي۔ وزیراعظم په پوځداري قانون او د انصاف نظام كښې د اصلاحاتو په معارفي كولو د قانون وفاقي وزير فروغ نسيم او د هغه ډلې ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير فروغ نسيم ووئيل په فوځداري قانون كښې د اصلاحات حوالې سره نن يوه تاريخي ورځ ده۔ په دې كښې د وزيراعظم عمران خصوصي ملاتړ ترلاسه وو۔ د قانون وفاقي وزير ووئيل د پوليس بجټ به بره خوړلې كېدو ٬ اصلاحاتو سره به پوليس بجټ پوليس سټېشن ته ځي٬ اېس اېچ او لپاره د بي اے ډګري ضروري ده٬ هغه ووئيل د چالان پېش كولو موده 45 ورځې كړې شوې ده٬ ټرائل جج له به دا ښودل وي چې په 9 مياشتو كښې پرېكړه ولې ونشوه۔ فروغ نسيم ووئيل چې د اپوزيشن مقصد پاكستاني اولس لپاره آسانۍ پېدا كول دي۔ دستورې ته د قانون او انصاف وزارت پارليماني سېكترې مليكه بخاري خپل خطاب كښې ووئيل مونږ د اسلامي فلاحي رياست جوړولو پلو روان يؤ٬ د قانون د سرلوړۍ عمل مخ په وړاندې روان كړې شوې دې۔ هغې ووئيل د مېرمنو خپلواكي زمونږه اولنۍ ترجيح ده ٬ د انجونو او مېرمنو تحفظ د حكومت ذمه واري ده۔ هغه ووئيل د څو لسيزو راهېسې زورور په قانون اثرانداز پاتې شوي دي۔

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس