كراچې 25 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې پاكستان به تر قيامت د نړۍ په نقشه موجود وي، پاكستان يو حقيقت دے او د دې څخه انكار نه شي كېدے، نن هندوستاني مسلمانان هم د قائداعظم محمد علي جناح د پرېكړو ستائنه كوي. ده دا خبرې د خالي په ورځ په مزار قائد د پاكستان باني ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو په مهال خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې. د دې څخه وړاندې ده په مزار حاضري وكړه او په مزار ئې د ګلونو څادر وغوړولو او د مېلمنو په كتاب كښې ئې خپل تاثرات وليكل. ده ووئيل چې نن مونږ ته لوظ كول دي پاكستاني اقليتونو ته به د دوي آئيني حقوق وركوو. ده ووئيل چې په مقبوضه كشمير، يوپي او مهاراشټر كښې مسلمانانو سره بد سلوك كولې شي. نن هندوستاني مسلمانان هم د قائداعظم محمد علي جناح د پرېكړو ستائنه كوي.
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن