اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې د پاکستان او چين په هر دور كښې مستحكم پاتې شوې ملګرتيا پېړۍ په پېړۍ او نسل در نسل لا قوي كېږي٬ د سفارتي اړيكو په 71 كالو بشپړېدو مباركي وړاندې كوم۔ د خالي په ورځ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري خپل ټويټ كښې ووئيل زه د چين د خپلې وړومبۍ دوه اړخيزې دورې په مهال ګوانګ ژو ته رسېدلې يم٬ نن د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 71 كاله بشپړ شوې دي۔ ده ووئيل د چين اسټيټ قونصلر او خارجه وزير وانګ وي سره په پاك چين اړيكو تفصيلي خبرو لپاره به ملاقات كېږي، ده ووئيل زه د دواړو هېوادونو اولس ته د سفارتي اړيكو په 71 كالو بشپړېدو مباركي وركوم۔ده ووئيل د پاکستان او چين په هر دور كښې مستحكم پاتې شوې ملګرتيا پېړۍ په پېړۍ او نسل در نسل لا قوي كېږي
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ