اسلام آباد 06 اپرېل(اے پی پی)د روغتيا چارواكو وئېلي دي په اسلام آباد ګښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 4 نوې كيسونه رپورټ شوي كومو سره چې په وفاقي پايه تخت كښې په مجموعي توګه د كيسونو شمېره 135,103 ته رسېدلې۔نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر(اېن سي او سي)چارواكو له مخې اسلام آباد كيپټل ټيريټري كښې د شورو په ورځ د كورونا 4 نوې كيسونه رپورټ شوي او د نهې په ورځ شپږ او د ګل په ورځ پنځه كيسونه رپورټ شوي وو۔دوي ووئيل په اسلام آباد كښې د كورونا له امله تراوسه 1,023 مرګونه شوي او 133,984 رنځوران صحت مند شوي۔دوي ووئيل حكومت وړاندې نه بهر هېوادونو ته تلونكو لپاره بوسټر ډوز فيس معاف كړے او اوس هغوي خپل دستاويزات ښودلو سره مفت د بوسټر ويكسين خوراك ترلاسه كولې شي۔دوي ووئيل دا بوسټر خوراك عامو خلقو لپاره هم وړيا دے۔
مضمون کا ماخذ : راکی